ورزش

آی پي ایل: راشد خان دهوني بولډ کړ خو په وروستي اور کې يې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې راشد خان یو ځل بیا ښه وځلید، چې تکړه توپوهونکی ایم ایس دهوني يې په زړه پورې توپ بولډ اوټ کړ.

دغه لوبه کې چې له یوه طرفه راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه، د دهوني او براوو ویکټې يې واخیستې، خو له بل طرفه یې له زړه بوږنونکي لوبې وروسته په وروستي اور کې ماتې وخوړه.

راشد خان لوبډلې په توپوهنه کې ښه ونه ځلیده خو سربېره پر دې یې د دهوني لوبډلې ته کم هدف تر دې اندازې سخت کړ چې یو مهال لوبه د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې په لاس کې وه.

خو، د دهوني لوبډلې اوپنر او تکړه توپوهونکی فاف ډوپلیسي له پېله تر پایه ولاړ وو، چې مسوولانه لوبه یې ترسره کړه او خپله لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله، نوموړي ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ننۍ لوبه کې د راشد خان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې توپوهونکي یې ښه ونه سوځېدل، خو د پاڼۍ په وروستۍ د ویسټ انډیز کارلوس براتویټ چټکې ۴۳ منډې جوړې او هدف یې تر ۱۴۰ ورساوه.

په ځواب کې د راشد لوبډلې په غوره توپ اچونه مخالف لوبډله له سخت فشار سره مخ شوه، چې لومړی یې د سر لوبغاړي وسوځېل، او بیا د راشد خان په غوره توپ اچونه چې ایم ایس دهوني او براوو یې وسوځول، او خپلې لوبډلې ته یې د ګټې امیدونه زیات کړل.

راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې په ۲.۷۵ غوره اوسط یوازې ۱۱ منډې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې، د نوموړي په غوره ډګر ساتنه یو لوبغاړی رن اوټ هم شو، همدا ډول راشد خان د ډوپلیسي ویکټه هم ترلاسه کړه، خو د ریویو اخیستلو نه وروسته پر لوبڅار خپله پریکړه بېرته واخیستل شوه.

په ننۍ لوبه کې د راشد خان لوبډلې په ننګرهار لوبغالي کې د شوي برید په ویر له خپلو مټو تورې پټۍ تاوې کړې وې.

د یادونې وړ ده  چې د ننۍ لوبې په پای ته رسېدلو سره د ایم ایس دهوني لوبډله پایلوبې ته ووتله، او د راشد لوبډله به د سبانۍ ګټونکې لوبډلې سره د پایلوبې وتلو لپاره بله سیالۍ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx