پس له واده سندرې!

ف، فايض

له امريكا او ناټو سره د افغان حكومت له خوا د امنيتي تړونونو لاسليك د افغانستان په معاصر تاريخ كې د عطف يوه نقطه ده. شاه شجاع له انګرېزانو سره د لاهور په تړون كې له يو شمېر افغاني ځمكو نه لكه كشمير، ديره جات او نورو تېر شو او دوست محمد خان د جمرود په تړون كې د خپل هېواد د بهرني سياست واګې د انګرېز په لاس كې وركړې، د ګندمك تړون، د ډيورنډ تړون ان چې د امان ا… خان د ۱۹۲۱ د راولپنډۍ تړون ډېر خام ټكي لرل؛ خو دا لومړى ځل و چې د افغانستان واكمن په خپله خاوره كې بهرنۍ اډې مني، ان چې د ډاكتر نجيب د وخت په اساسي قانون كې دا درج دي چې افغانستان هېڅ بهرني ځواك ته اډې نه وركوي سره له دې چې هغه د كا جي بي يو لاسپوڅى و؛ خو د ملي وحدت حكومت چې اوس د ولس په منځ كې په «ملي نفرت» بدل شوى، ځانته دا تاريخي پېغور پرېښود. زه نه پوهېږم چې د اوسني حكومت مشران به له تاريخه څه توقع لري چې د دوى په اړه به څه قضاوت كوي؟ دې حكومت خو ولس ته څه خاص د يادونې وړ كوم خدمت و نه كړاى شو؛ خو له امريكا او ناټو سره يې داسې تړونونه لاسليك كړل چې له مخې به يې دا دواړه تر نامعلوم مستقبل پورې په افغانستان كې پراته وي. هغوى ته دا خبره ډېره اسانه ده چې د افغانستان حالات داسې وغځوي چې افغانان دا مجال پيدا نه كړاى شي چې د الغا له‌پاره يې اقدام وكړي او تر اوسه يې افغان ولس ترخه څكي.

البته په دې ستر ملي خيانت كې يواځې د ملي وحدت حكومت مشران او شريكوال شريك نه دي؛ بلكې هغه جهادي مشران هم شريك دي چې د دې تړون پر لاسليك يې ټينګار كاوه او بيا يې په دغه دوره كې د كرنل لارنس (لارنس آف عربيه) نقش ايفا كړ، تاريخي روايتونه وايي چې هغه د امان ا… خان د حكومت پر خلاف د خپل نقش د لوبولو له‌پاره قبايلي سيمې وزيرستان ته راغى او ځان يې د پير كرمشاه په نامه مشهور كړ او مريدان يې ونيول. هغه چې ډېره موده په عربي ځمكه تېره كړې وه او له همدې لامله يې د لارنس آف عربيه په نامه شهرت موندلى و په ډېره فصيحه عربي ژبې خبرې كولاى شوې او په اسلامي علومو كې يې هم تر ډېره مهارت درلود.

دا هغه لارنس و چې عربان يې له عثماني خلافت سره واچول چې په نتيجه كې يې د دواړو غاړو په لكونو كسان ووژل شو او عربان يې له تركيې نه جلا كړل او بيا انګرېزانو عربي ځمكې په اوسنۍ جغرافيا ووېشلې؛ شام، عراق او مصر له حجاز نه جلا كړاى شول او دغسې يې كوچني كوچني هېوادونه لكه اردن، كويت، قطر، بحرين، متحده عرب امارات او نور تشكيل كړل.

د ملي وحدت له حكومته زياته جفا زموږ ملي شورا وكړه او دغه تړونونه يې په پټو سترګو تأييد كړل. په دوى كې به داسې كسان هم ضرور وو چې دومره سياسي پوهه يې نه درلوده چې د دې كار عواقبو ته متوجه شي؛ خو د دې امكان هم ډېر و چې ډېرى به تطميع شوي وي او يا به يې د امريكا د سفارت څه نغدې مرستې هم ترلاسه كړې وي. په دې كار كې يو مهم نقش هغه مهال د ايران دريځ هم ولوباوه. ايران له دې تړون سره مخالفت وښود، چې امريكا او ناټو له دې دريځ نه ډېره ښه ګټه واخسته او زموږ د ملي شورا د يو شمېر غړو احساسات يې را وپارول؛ خو كه دليل يا دلايل يې هر څه وبولو لكه څرنګه چې د ملي وحدت د حكومت مشران د تاريخ له قضاوته خوندي نه‌شي پاتې كېداى، دغسې د ملي شورا غړي هم خوندي نه‌شي پاتې كېداى؛ مګر هغه كسان چې دا تړون يې لاسليك نه كړ او مخالفت يې وكړ چې دغسې كسان د ګوتو په شمېر وو. زه خو وايم تر هغې چې د امريكا دا ډالر وي، ښايي ډېر لږ كسان وي چې په دغسې مواردو كې د ايمان پرېكړې ته پناه يوسي او د خپل هېواد پر خلاف، د خپلو ملي ګټو، ځمكنۍ بشپړتيا، ملي حاكميت او سياسي استقلال پر خلاف داسې ګام پورته نه كړي چې سبا ته يې تاريخ محكوم كړي، پښتو متل دى چې نه به تل دا ناصر خان وي، نه به تل دا سره اوښان وي. نه به همېشه (ع او غ) د اقتدار په مانيو كې ناست وي او نه به زموږ د ملي شورا دا اوسني غړي او نه به يې دا اوسنى غُر و فش وي او هغه د منلي شاعر پير محمد كاروان خبره چې:

وخت به راځي چې غاښ د زهر به ښامار نه لري

منصور به ګرځي مستانه، ملا به دار نه لري

بيا به نه دوى څوك ګواښلى شي او نه به د تاريخ د قضاوت مخه نيولاى شي.

دا وړمه ورځ (۳۰/۲/۹۷) د مشرانو جرګې په ادرس داسې خبرونه خپاره شول چې كه امريكا په روانو ناامنيو كې زموږ مرسته نه كوي؛ نو موږ به پر امنيتي تړون له سره غور وكړو او د مشرانو جرګې يو محترم غړي ښاغلي زلمي زابلي خو دا اعتراف هم وكړ چې موږ د امنيتي تړون په تأييد كې تېر وتو.

اوس يو خو دا خبره كومه نوې خبره نه ده؛ بلكې وخت پر وخت هم د مشرانو جرګې او هم د كشرانو جرګې (ولسي جرګې) له‌خوا دغسې ګواښونه شوي او ما پخپله په وار وار د تصويري او غږيزو رسنيو له لارې اورېدلي او په چاپي رسنيو كې مې لوستي دي؛ خو دغسې ګواښونه د همغې يوې ورځې يا يوې شېبې ګواښ وي، بيا دا كتاب بېرته وتړل شي. زه خوا وايم دا به ډېره د افسوس خبره وي او چې لا ده، چې داسې كسان زموږ په ملي شورا كې ناست دي چې د سياست په الف با نه پوهېږي او د خپل هېواد د راتلونكي له‌پاره يو مثبت فكر نه‌شي كولاى. كه چېرې زموږ محترمه ملي شورا ريښتيا وايي؛ نو دا خبره ولې هره ورځ تكراروي خو په عمل كې يو ګام نه‌شي اخستلاى. زه خو وايم كه ملي شورا دا جرأت وكړي په تاريخ كې به يې يو ستر نوم ګټلى وي او د زابلي صيب په وينا هغه تېره غولېدنه به يې هم تر يو څه بريده تلافي شوي وي. زما يوه دوست را ته څو كاله د مخه نكل كاوه چې په يوه ګډه ناسته كې مې چې له امريكايي جنرالانو سره مو درلوده، يوه امريكايي جنرال ته وويل چې دا افغان ولس ډېر غريب، بېوسه او بېوزله ولس دى؛ خو تاسې چې څه كوئ دا تصور و نه كړئ چې افغانان پرې نه پوهېږي. وايي چې د هغه جنرال مخ تك سور شو او سر يې كښته واچاوه او ويې ويل چې دا خبرې زموږ له سويې نه لوړې دي، كولاى شئ له مشرانو سره يې مطرح كړئ؛ نو اوس كه په كورنۍ كچه هم زموږ هره مرجع هر څه كوي، افغان ولس يې ګوري او دا شپې ورځې او شېبې به هم تېرې شي؛ خو سبا ته به يې تاريخ د خپلو اعمالو هنداره په لاس كې وركوي، چې واخله او خپله څېره دې په كې وګوره. تاريخ په خپل قضاوت كې بيا له هيچا نه، نه وېرېږي. لنډ وګورئ نن تاريخ همدا د پرون او آ بل پرون د مشرانو په باب څه وايي.

زه دلته خپله هغه خبره چې تقريباً شپاړس اوولس كاله د مخه مې ليكلې بيا ليكم چې:

«ماما د ډېرو شپو مېلمه دى»

امريكا او ناټو افغانستان ته د څو ورځو له‌پاره نه دي راغلي، هغوى په سيمه كې اوږدمهال ستراتېژيك اهداف لري او په دې اړه يې لا پخوا دقيقه ارزونه كړې چې بايد له افغانستانه د خپل نظامي مورچل په حيث كار واخلي. زه پر خپلو ټولو مسؤولو كسانو او مقاماتو غږ كوم چې د «پيسو» پر ځاى د «كيسو» د ګټلو هڅه وكړي، د دنيا ژوند ډېر لږ دى او ډېر ژر تېرېدونكى دى، موږ د خپل خالق حضور ته ور روان يو، د يوه مسلمان ولس د افرادو په حيث بايد تر ټولو د مخه راسره دا اندېښنه مله وي چې سبا ته به د قيامت په هغه لويه ورځ خپل رب ته د خپلو نننيو اعمالو، اجراآتو او سياستونو په اړه څه وايو او بيا په دوهم ګام كې بايد د تاريخ قضاوت هېر نه كړو. سپهسالار صالح محمد خان د استقلال د غزا پر مهال يوه بې ايماني وكړه له جنګه را وتښتېد چې تاريخ يې هره شېبه دا بې ايماني مخې مخې ته كوي او دغسې د تاريخ بې ايمانه عناصر يو هم نه بښي؛ نو بايد هر څوك دا دواړه انجامه په پام كې ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د