د نیمروز ګمرک، که د پیسو ماشین!

حامدالله ستون

په نوره نړۍ کې د یوه هېواد په کچه سیاست یوازې د ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ، ټولنیز عدالت او د خپلو وګړو د هوساینې لپاره کیږي، چې په نړیوال سیاست کې هم دغه ټکي په نظر کې نیول کیږي. مګر په افغانستان کې خبره سرچپه ده. که له هر عام وګړي څخه وپوښتو، تقریبا اکثریت یې له سیاسونو څخه ښه خاطره نه لري. ځکه چې دلته زیاتره سیاسونو سیاست د فساد پر بنسټ پیل کړی دی.

په دې کې داسې خلک هم شته، چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن، د غوره حکومتولۍ او د وګړو د هوساینې غوښتونکي دي؛ خو دا چې اکثریت مو په ښه لاره نه دي روان، نو دا محدود شمېر هم د هغوی له وجې قرباني کیږي او څوک ورته په ښه نظر نه ګوري.

هېوادونه هغه وخت د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې کیږي، چې کله سیاست د فساد قرباني شي، چې له بده مرغه افغانستان اوس له همداسې یوه حالت څخه تیریږي. دلته د سیاست معیار علم او پوهه نه ده؛ بلکې پیسې دي. که مال او دارايي ونه لرې، که هر څومره په سیاست کې تجربه او پوهه ولرې، سیاست نه شې کولی. ځکه په دې حکومت کې پرمختګ یوازې د پیسو په اساس کیږي.

ولسي جرګه چې د حکومت په چوکات کې یو ډېر مهم او د ولس له سرنوشت سره تړلی ارګان دی، د کډون معیار یې پیسې دي. دا ډېر تریخ حقیقت دی. مونږ ډېری داسې کسان لرو، چې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، په سیاست کې کافي تجربه او علم لري، مګر ښايي د پیسو د ستونزې په اساس د ولسي جرګې نوماندۍ ته زړه ښه نه کړي. نو ځکه پارلمان مو له ظرفیت لرونکو او وړ کسانو څخه خالي دی، چې دا بېله موضوع ده او اوږد بحث ته اړتیا لري.

اوس مهال چې افغان ولس له کوم حالت څخه تیریږي، یو لوی علت یې اداري فساد دی. مونږ یې ښکاره بېلګې لرو. په حکومت کې دخیل کسان مو یوازې د پیسو هدف لري. د خپل دغه ناوړه او کرغېړن هدف لپاره که د غریب بچیان په سلګونو هم وژل کیږي، غم یې نه ورځي. ولس مو د شپې ډوډۍ نه شي پیدا کولی، دومره څه نه لري، چې حتی ژوندي پرې پاتې شي، چې لامل یې همدا اداري فساد دی.

له موضوع لرې نه ځم. نیمروز چې د افغانستان لپاره یو مهم او اقتصادي ولایت دی، اوس مهال په هغو ولایتونو کې حسابیږي، چې افغان حکومت او ولس پرې حساب کولی شي.

چابهار بندر، کمال خان بند، ټاپي پروژه او نور سوداګریز مرکزونه هغه څه دي، چې د افغانستان په اقتصاد کې ښه رول لوبولی شي. مګر د دې اقتصاد پیاوړتیا قوي مدیریت ته اړتیا لري، چې له بده مرغه اوس له دغه ډول مدیریت څخه بې برخې دی.

د دې ولایت د عوایدو لویه سرچینه ګمرک دی؛ مګر په ګمرک د ننه او بهر کې څه روان دي؟ ځايي چارواکي د دې وضعیت لپاره څه کړي او څومره په کې دخیل دي؟ داسې کیسه روانه ده، چې تصور یې هم نه کیږي.

په دې ولایت کې د بندروالۍ په نامه ناقانونه بېل ګمرک جوړ شوی دی. له اېران څخه چې کوم وزن شوي موټر راځي، د اېران په بازارچه کې د زرنج د ګمرک کسان موجود دي او له موتر څخه د وزن اصلي پارچه اخیستل کیږي او د نیمروز د ګمرک جعلي پارچې په سوداګرو پلورل کیږي، چې وزن په کې ډېر کم لیکل شوی وي، وروسته یاد موټرونه په زرنج ښار کې د بندروالي په نامه ناقانونه جوړ شوي ځای ته راځي چې پنځه سوه/درې سوه افغانۍ ترې اخلي او له هغه وروسته موټر اصلي ګمرک ته رارسیږي. دا چې په بازارچه کې په ورکړل شوې پارچه کې د موټر وزن ډېر کم ښودل شوی دی، نو ګمرک د هماغې پارچې په اساس ترې محصول اخلي او موټر نه وزن کیږي. یعنې د ګمرک تله بې معنی ده، چې په په دې اساس دولت ته له دغه ګمرک څخه ډېر کم عواید ځي او پاتې نورې پیسې چې شمېر یې د ورځې ملیونونو ته رسیږي، ځايي مسوولین په خپلو منځونو کې سره ویشي.

دا د فساد هغه ډول دی، چې هم محلي ادارې ته لوی اقتصادي ګواښ دی او هم مرکزي ادارې ته لوی تاوان رسوي. تر ټولو د افسوس خبره دا ده، چې زمونږ د حکومت اصلاحات غوښتونکي کسان د جګړې ګواښ دې ته نه پرېږدي، چې د دغه ډول فساد مخه ونیسي .

که څه هم د ولسمشر غني په دوره کې تر ډېره د فساد مخه نیول شوې ده، مګر اوس هم د افغانستان لپاره لوی ګواښ اداري فساد دی، چې که دوام وکړي، افغانستان ښه راتلونکی نه شي درلودلی.

په وروستیو کې د دې خبرې یادونه ضرور ګڼم، چې که د نیمرزو ولایت دغه د فساد مرکز له منځه یوړل نه شي، د هېواد لپاره دغه اقتصادي ولایت به ښه راتلونکی ونه لري. له مرکزي دولت څخه مې هیله دا ده، چې دې برخه ته جدي پاملرنه وکړي. په دې برخه کې رسنۍ هم مسوولیت لري، چې دا فساد را برسېره کړي او د مرکزي حکومت پام ورته را واړوي.

په درنښت!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د