سعودي: د حاکمې کورنۍ غړي د ملک سلمان پر ضد د انقلاب غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل):د سعودي د شاهي کورنۍ یوه غړي د خپلو اکاګانو او تربورانو څخه غوښتي چې د هیواد د ژغورلو په خاطر باید د ملک سلمان پر ضد پاڅون وکړي او هغه له واکه لیري کړي.

د شاهي کورنۍ دغه غړی چې خالد بن فرحان نومیږي، د کال ۲۰۱۳ راهیسي د سعودي څخه تښتېدلی او په جرمني کې يې پناه اخیستی ده.

نوموړی د ملک سلمان وروڼه احمد بن عبدالعزیز او امیر مقرن بن عبدالعزیز یاد کړي چې د شاهي کورنۍ ټوله غړي پر دوی را ټولیدای شي، که چیري دوی هڅه وکړي ۹۹ سلنه د شاهي کورنۍ غړي، پوځ او امنیتي ادارو مشران به ورسره ودریږي.

نوموړي د یوې برتانوی ورځپاڼي «میډل ایسټ آی» سره په مرکه کې ویلي چې د شاهي کورنۍ د دننه څخه داسي پيغامونه ورته رسیږي چې په دغه کورنۍ کې د ملک سلمان د سیاستونو پر ضد مخالفت ډېر دی، که هر څوک غږ پورته کړي، نور به ورسره ودریږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ریاض په هغه سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل شوي وه چیري چې د ملک سلمان د قصر تر څنګ د شاهي کورنۍ نور غړي اوسیږي.

د شاهي کورنۍ غړی: خالد بن فرحان

ددغو ډزو علت د مستقلو سرچینو څخه په دقیقه توګه ونه شو خو د سعودي چارواکو وویل چې دولتي ځواکونو پر یوې کوچنۍ ډرون الوتکې ډزې وکړې او هغه یې را وغورځوه، خو د هغو ویډیوګانو له مخې چې پر ټولنیزو پاڼو خپرې شوي وې، د کارپوهانو شکونه را وپارېدل.

ددغې پيښې په اړه د شاهي کورنۍ غړي خالد وویل چې د سعودي چارواکو دغه حادثه پر کوچنۍ الوتکې تاوان کړه چې هیڅ یې عقل نه مني. او زیاته یې کړه چې دا په اصل کې د سلمان د زوی محمد پر ضد یو احتجاج و.

نوموړي اروپايي هیوادونو ته په خطاب کې وویل چې د سعودي په اړه دي چوپه خوله نه پاتې کیږي، ځکه چې هلته وضعیت چاودېدونکی دی، که هر وخت داسي وشوه، نه به یوازي سعودي او سیمه ییز هیوادونه متاثره کړي بلکې ټوله نړۍ به ولړزوي.

نوموړي وویل چې د سعودي ټولنه د قبایلو ، سیمو او نسلونو ده، که چیري د سعودي کورنۍ څخه دباندي پاڅون وشو، بیا به یې کنټرول سخت وي او سعودي به د نړیوالې ګډوډۍ او تروریزم یوه ساحه وګرځي.

خالد پر محمد بن سلمان تور پوري کړ چې د فساد پر ضد د مبارزې په نوم یې د شاهي کورنۍ د غټو شخصیتونو توهین وکړ، پر هغوی یې ظلم وکړ، هغوی یې لوټ کړل او اوس هم ورته د هیواد څخه د وتلو او یا هم په سعودي کې د ازاد ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

موږ داسی اورېدلی دی چه د پاچا په کور کی د ډزو د اورېدو را وروسته بن سلمان په عمومی رسنیو کی ندی تر سترګو شوی. داسی آوازې دی چه وژل شوی یا زخمی دی.
پاچهی د هر ګوزک له وسه پوره نده.

عبدالهادی
میلمه
عبدالهادی

دی هم راته ددین خدمتکار نه معلومیږی اونه به اسلام ته خدمت وکړی دی هم یواځی دقدرت لپاره داڅرکندونی کوی