افغانستان

سکاټ مېلر نهم امریکايي جنرال؛ چې روانه جګړه به رهبري کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ ځينو بهرنیو او کورنیو پوځي شنونکو په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي ناکامه وبلله او ويې ویل چې تر اوسه يې د پام وړ اغېز نه دی کړی.

ټرمپ د خپل واک په اوږدو کې لومړی ځل په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان بدلوي او د دې اوږدې جګړې نهم قومندان سکاټ مېلر بلل کېږي.

جنرال نېکولسن چې د ټرمپ د ستراتېژۍ دقیق تطبیقوونکی هم و، پر دې ونه توانید چې په روانه جګړه کې د هوايي بریدونو له شدت سره سره امریکايي مقاماتو ته ځان د دې دندې وړ نور هم ثابت کړي.

وال سټرېټ ژورنال وايي، جنرال سکاټ مېلر چې په بې پیلوټه بریدونو کې نوم لري، په داسې وخت کې د افغانستان لپاره د نېکولسن پر ځای ګمارل کېږي، چې طالبانو پر لویو ښارونو هم بریدونو ته زور ورکړی.

د سرچينې په وینا په داسې حال کې چې طالبان د هېواد ډېره برخه په واک کې لري، دغه امریکايي جنرال دنده پر غاړه اخلي.

دلته چې اوس د امریکايي عسکرو شمېر ۱۴ زرو تنو ته رسېږي، مېلر به د بهرنیانو عمومي قومنده پر مخ وړي.

پنټاګون تر اوسه په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي.

سکاټ مېلر تر دې وړاندې د ځانګړو ځواکونو – دلتا فورس – او د سمندري ځواکونو د شپږمې ډلې قومندې هم ترسره کړې دي.

ارګ یا هم دفاع وزارت د بهرنیانو د نوي قومندان په اړه څه نه دي ويلي، خو له عادت سره سم به د هغه راتګ وستايي او وجود به يې د خپلې بریا راز وبولي.

دا په داسې حال کې دی چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې دوی، یوازې د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې مسؤلیت پر غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x