غزني: د اندړو ولسوالۍ ته څو مترۍ کې لېسه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني په اندړو کې ولسوالۍ ته په څو مترۍ کې د سلطان شهاب الدین لېسه سوځول شوې ده.

د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي لېسه کې د درنې وسلې مرمۍ لګېدلې او اور يې اخیستی دی.

د غزني د پوهنې رییس مجیب الله انصار وايي لېسه کې تېره شپه مرمۍ لګېدلې او تر نن غرمې پکې اور لګېدلی پاتې و.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي لطف الله پژواک ته ويلي، تر اوسه نه ده معلومه چې دلته کومه مرمۍ لګېدلې او که لېسې ته لاسي اور اچول شوی دی.ShuhabudinHighSchool

د دې ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکی علیم احدي پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې لېسه د ولسوالۍ عسکرو وېشتلې او اور پکې لګېدلی دی.

طالبانو د دې لېسې سوځول غندلي او دا يې د پولیسو قصدي کار بللی، چې موخه يې د طالب سرتېرو بدنامول دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «تیره شپه د غزني شلګر ولسوالۍ له ودانۍ سره نیږدې په حکومتي سیمه کې د کابل ادارې عسکرو یوه لیسه قصداً وسوزوله، ممکن هدف يې د مجاهدینو بدنامي وي، خو موږ دغه کرغيړن عمل غندو.»

د سلطان شهاب الدین لېسه چې د اندړو مرکزي لېسه بلل کېږي، له ودانۍ څخه يې د دې ولسوالۍ د دارالمعلمین لپاره هم ترې استفاده کېږي او د ولسوالۍ په څو مترۍ کې پرته ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د