خپلو مېرمنو سره مینه وکړئ

لیکوال: حامد افغان

عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله ﷺ سره په یوه سفر ولاړم، هغه مهال زه کشره وم، بدن مې غوښين او غټ نه و، مزله کې هغه خلکو ته وویل: تاسو مخته ولاړ شئ، هغوی مخته ولاړل، بیا یې ما ته وویل: راځه سره منډه کړو (یعني د منډي سیالۍ وکړو) ما او هغه منډه سره وکړه، زه ورنه مخته شوم او هغه چوپ پاته شو.

څه وخت وروسته زما غوښې زیاتې او بدن مې غوټ شو، دا د سیالۍ خبره مې هم هېره وه، هغه سره بیا په یوه سفر ولاړم، خلکو ته یې وویل: تاسو مخته شئ، هغوی مخته شول، ده ما ته وویل: راځه سره منډه کړو ما او هغه منډه سره وکړه، هغه رانه مخکي شو، نو راته په خندا شو او خندا کې یې راته کړه: دا دې په هغه شوه. یعني مخکي سفر کې چې ته رانه مخته شوې وې او سیالۍ دې ګټلې وه، دا ځل ما وګټله.

عن عائشة قالت : خرجت مع النبي ﷺ في بعض أسفاره وأنا جارية لم أحمل اللحم ولم أبدن ، فقال للناس : تقدموا ، فتقدموا ، ثم قال لي : تعالي حتى اسابقك ، فسابقته فسبقته فسكت عني حتى إذا حملت اللحم وبدنت ونسيت ، خرجت معه في بعض أسفاره فقال للناس : تقدموا ، فتقدموا ثم قال : تعالي حتى اسابقك فسابقته فسبقني ، فجعل يضحك وهو يقول : هذه بتلك . رواه احمد في مسنده

د مېرمنو په اړه زموږ رواجي او تقليدي چوکاټ په رڼا کې به زموږ ځینو ته دا روایت خدازده څنګه ښکاري! خو دا حقیقت دی چې د الله ستر پیغمبر ﷺ ښځي ته د درانه انسان په سترګه کتلي او هغې ته یې د زړه له تله مینه ورکړې ده، چې د دې روایت کیسه او دې ته ورته نورې بېلګې یې ژوندۍ نمونې دي.

څوک چې خپلي مېرمني سره د نبوي میني په تقلید رښتینې مینه لري هغه یې هیڅکله نه ښکنځي، نه ترټي او نه سپکوي، د یوه درانه انسان په سترګه ورته ګوري، د هغې غم او درد خپل ګڼي او د هغې تېروتنې بښي. د نبوي سنت خلاف رواجونو او بېځايه شرمونو ورستې زولنې وشلوئ، خپلو مېرمنو ته مینه ورکړئ او د نبوي عزتمني لاري په رڼا کې له ژونده خوند واخلئ. الله جل جلاله دې موږ ته د ژوند ټولو لارو کې پر نبوي لاره د تګ توفیق راکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د