پښتنو بېړۍ ډوبیږي، غږ مې اورﺉ؟

لیکنه: زین الله زرین

ادب پالان وایي، چې د شاعر او یوه عادي فرد ترمنځ یو توپیر دا وي، چې شاعر ژر له حالاتو متاثره کیږي او په ټولنه کې د شته او راروانو پېښو پر وړاندې ډېر حساس او ژر عکس العمل ښیي.

د جهاني صیب شعر هم له همداسې خبرداریو ډک دی، یو ځل یې پر هماغه مهال د خپلو خلکو حالت وران او ناسم لوري ته پر تګ لیدلی وو او یو ځل اوس بیا د هغه وخت فکر یې په مستقبل کې لید، چې دادی نن یې بیا وخت دی او خپلو وګړو ته له راروانو حالاتو د وتو او ویښېدو نارې او بغارې وهي.

هغه هېوادونه، ټولنې او وګړي، چې پر خپل ځان بسیا نه وي، د ژوند څرخ یې په خپله نه وي روان کړی، هغه باید تل د نورو ډولونو ته د خپل ژوند د بقا لپاره وګډیږي، نه ددې لپاره چې ده ته د نڅا شوق ورغلی وي.

په ټوله کې خو زموږ هېواد نړیوالو ته همدا ډول تړلی جرګ دی. له هېواد ورها خوا بیا زموږ پښتنون قوم هم همداسې در واخله؛ خو دا حالت نورو پر موږ نه دی راوستی.

ممکن یو شمېر کسان په دې اند وي، چې روانه جګړه پر موږ او بیا موږ کې پر پښتون قوم ورتپل شوې ده.

د خپل بام واورې پر بل ور اچول او ځان له شره خلاصول دا د انساني ژوند یو خاصیت دی، خو خبره دلته ده، چې موږ افغانان او بیا په تېره پښتون قوم ولې خپله همدا بد مرغه جګړه او ناخوالې پر مخ وړي؟ په دې هم چې ښه پوهیږو، دا جګړه او ستونزې د نورو د ګټو لپاره دي؟

لنډه دا چې موږ د خپل ځان په بربادۍ کې تر نورو لومړی اقدام او هڅه کړې ده.

اوس اوس که موږ هر څومره د سمون، بدلون او خپلې ښې راتلونکې لپاره چیغې ووهو بې ځایه دي، ځکه دا د ژوند یو بل اصل دی، چې ښه راتلونکې به په نظام، ټولنه او بل هر څه کې د خپل نفوذ په زیاتو سره راولې. موږ که په حکومت څوک و نه لرو، د چیغې او نارې اورېدو خلک مو نه وي؛ نو له دې ستونزو نه د خلاصون نارې مو دېوال ته غږېدل دی.

زړه دردونکې یې بیا داده، چې زموږ یو شمېر خلک چې له بسه په حکومت کې یا ډېره ونډه یا واک نه لري بل په خپل موقف کې د پاتې کېدو په موخه بیا هم پردي ټول ته څڼې غوړوي او چې څه ورته نور وایي هغه چرخونه وهي، چې ښه بېلګه یې د راروانې ټاکنې او پکې د یوه لوی قوم په لوی لاس بې برخې کېدل دي.

د همدې قوم مشران چې وګړو یې باور پرې کړی، چې دوی به له روان ناورین وباسي، بېرته یې ورته یو په دوه ستونزې جوړې کړي دي.

په راروانو ټاکنو کې چې څه ډول نوم لیکنه او رایه ورکول کیږي، ددې قوم جوړښت، سیمه ایز حالت او امنیتي ناورین سره د لاس او ګرېوان وضعیت ته نه دي کتل شوي، بلکې په لوی لاس ورسره ورته چلند شوی دی.

اوس اوس یو شمېر ددې قوم کسان، چې د خپل حق غوښتو ناره پورته کوي، له حکومت مشرانو د ټاکنو د سیمه ایز کېدو نارې بدرګه غواړي، نو خلاف د بدرګې ورته تر دې سخت شرایط را مخته کوي، هغه هم په ټاکنو کې د درغلیو د مخ نیوي په موخه.

دې قوم ته اوس پکاره ده، چې یا په لوی اکثریت له نارینه تر ښځو په ټاکنو کې برخه واخلي یا هم په لوی اکثریت له نړیوالې ټولنې نه د ټاکنو د نه ترسره کېدو غوښتنه وشي او که داسې و نه شي نو د جهاني صیب په خبره بېړۍ ډوبه در واخله.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تکل
میلمه
تکل

وروره مه وارخطا کیژه پشتنون ته په ازل که کامیابی لیکل شوی ده، خیر لژ لوړی او ژوری راځی.