نظــر

والصلح خیر

لیکوال. فائز فرحت

الله(ج) فرمایی.

په صلح کی خیر ده.

واقعا چه په صلح کی خیر ده له دی څخه هیڅ مسلمان انکار نشی کولی.

خو دلته دصلحی او تسلیمی ترمنځ فرق کول پکاردی.

دصلحی شرائط خو شارع واضح کړی دی چه باید حرام پکی حلال نشی اوحلال پکی حرام نشی همدارنګه دمسلمانانو سرنویشت او ازادی باید دکفارو په قبضه کی ورنکړل شی.

اوس راځو دیته چه موجوده وخت کی دافغان حکومت دصلحی وړاندیز طالبانو ته دامریکایانو په موجودیت کی دا اوس ریښتیا هم شرعی صلحه ده او که فریب؟

دهر عاقل سالم او ازاد انسان جواب به دا وی چه دا فریب ده چل ده دوکه ده او له افغانستان څخه په لوی لاس فلسطین او بورما جوړول دی دافغانستان معادن او کانونه پردیو ته سپارل دی او افغانان دتل لپاره دغلامی په جال کی اچول دی.

ځکه چه د غاصبو کفارو په موجودیت کی صلحه کول اصلا تسلیمی ده او دقرانکریم له صریحو ایاتونو څخه انکار کول دی دکفری قانون منل او دغلامی ځنځیر غاړی ته اچول دی صلح نده.

عجیبه خبره نده چه یو څوک په زرهاوو کیلومیتره لیری وطن څخه راځی ستاپه ملک قانون او ازادی باندی قبضه کوی او ته پخپل کورکی له هغوی سره صلحه کوی او دخپل کور واک اختیار ورته سپاری ایا دا جهالت نده داحماقت نده داګمراهی او غلامی نده؟

که چیرته مونږ په امریکاحمله کړی وای نو هغوی به داسی صلحه راسره منلی وه چه دهغوی په خاوره دی مونږ واکمن وای او دهغوی قانون مو ورڅخه لیری کړی وای او خپل اسلامی قانون مو ورباندی منلی وای؟

هیڅکله نه.

دنړۍ هیڅ مخلوق غلامی نه خوښوی حتی حیوان چه کله تړی نو دخلاصیدلو کوښښ کوی ازادی غواړی انسان خو الله ج دشریعت په دائره کی ازاد او خپلواک ګرځولی.

نو ډیربحث ته ضرورت نشته فقط یوڅو پوښتنی کول غواړم هغه څوک یی باید جواب کړی چه دامریکایانو په حضورکی طالبانو ته دصلحی وړاندیزونه کوی.

له دوی څخه مو پوښتنه داده چه تاسو خو له امریکایانو سره صلح کړی ده او په صلح کی وخت ورسره تیروی ایا تاسو د امریکایانو دبمبارونو او په کورونو دچاپو مخه نیولی شۍ د مدرسو مکتبونو او جوماتونو پوښتنه تری کولی شۍ چه ولی مو بمبار کړل او د قرانکریم دسوځولو انتقام تری اخیستلای شۍ د علماءو او طالبانو شهیدانو مظلومانو بندیانو پوښتنه تری کولای شۍ

معادن او کانونه تری منع کولای شۍ؟

هیڅ کله یی نشی کولای.

نو تاسو خو خپل ضمیر وژلی ځانونه مو مکمل دکفارو په ولکه کی ورکړی دی نو طالبان ولی دبلا په خوله کی ورکوی اقلا طالبان خو دکفارو دهری خبری جواب په زغرده ورکولای شی؟

پریږده چه همدا طالبان زمونږ پاک وطن له دی منحوس ظالم څخه وژغوری.

قسم په الله چه همدا طالبان نه وای زمونږ ځنی ضعیف الایمانه افغانانو خو له افغانستان څخه کمکی واشنګټن جوړ وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x