نظــر

ولي طالبان دونه قوي دي؟

لیکوال: وحید فقیري

امریکايي سیاسي مبصر مایکل کوګلمېن په عرب نیوز کي د مې پر ۲۰ باندي دا مهمه پوښتنه مطرح کوي: ولي طالبان دونه غښتلي دي؟ هغه کاږي تېره هفته طالبانو د فراه ښار ونیو، حال دا چي یو وخت طالبان کاملا نابوده سوي ول. مګر اوس طالبان د افغانستان په ګوټ ګوټ کي فعال حضور لري. او عیني واقعیت دا دئ چي طالبان تر پخوا ډیر قوي سوي دي.

لیکوال خپلي مطرح سوي پوښتني ته یو اړخېز او سر سري جواب ورکوي. هغه وايي د دې سوال جواب په داخلي او خارجي عواملو پوري اړه لري. په داخل کي، د افغان امنیتي قواووي تر محاصرې لاندي دي، او زیات بوج باندي پروت دئ. که څه هم د افغان ځواکونو سره امریکایان کومک کوي، خو هغوی اوس هم د ښورښیانو په مقابل کي تهاجمي حالت نه دئ غوره کړئ. بل داخلي علت دا دئ چي محلي پولیس په بد حالت کي دي. د کابل رژيم په ولایاتو کي امنیتي چاري داسي ملیشاوو ته خوشي کړي دي چي هغوی عموما د خلګو حفاظت نه کوي. په مقابل کي، طالبان د محلي خلګو سره ښه چلن کوي، او بهتره امنیت ورته برابروي. همدا د طالبانو لپاره محلي ملاتړ ایجادوي،‌او هم په لیري پروتو سیمو کي د ټېک ځای ورته برابروي.

په خارج کي، طالبان د پاکستان او نورو ملکونو لخوا تقویه او حمایه کېږي. او د افغان محلي چارواکي له طالبانو سره د ایران د جزوي کومک خبري هم کوي. اوس چي امریکا د ایران له اټومي موافقې څخه ووته، تهران به دېته تشویق سي چي د طالبانو سره مرستي لا ډیري کړي.

بلخوا، امریکا تر اوسه پوري داسي موثره ستراتیژي نه ده ترتیب کړې چي د طالبانو د بغاوت چاره دي وکړي. الان د طالبانو قوت او کش په افغانستان کي د ټرمپ ستراتيژي له مشکلاتو سره مواجه کړې ده. ټرمپ کوښښ کوي چي طالبان په جنګ د مذاکراتو مېز ته راکش کړي، خو په نظامي جبهو کي د طالبانو وروستي موفقیتونه د هغوی لاس لا قوي کوي. په اخر کي، هغه څه چي په فراه کي واقع سول، هغه به بار بار د افغانستان په نورو سیمو کي هم پېښ سي.

تبصره:

ما په ټویټر کي د ښاغلي مایکل کوګلمېن په جواب کي‌ ولیکل: جنابه! تاسو په خپله لیکنه کي څو مهم عوامل قصدا نه دي بیان کړي. او هغه دا چي افغانستان یو اشغال سوی ملک دئ. په افغانستان کي یو مافیايي رژیم پر افغانانو باندي تحمیل سوی دئ. تاریخ دا ښودلې ده چي غیر مشروع حکومتونه هیڅکله نه کامیابه کېږي، او د محیل غني رژیم به هم هیڅکله بری ترلاسه نه کړي.

رویټرز: طالبان د غزني د نیولو نیت لري.

رویټرز د مي پر ۲۰ مه لیکي چي طالبانو د غزني د اجرستان ولسوالي محاصره کړې ده، او د اجرستان ولسوال له مرکزه فرار کړی دئ. دغه راز طالبانو په بدخشان، بغلان، او زابل کي هم خپلو حملو ته کش ورکړی دئ، او ښايي د خپلو پسرلني عملیاتو په ترڅ کي زیاتي سیمي لاندي‌ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x