
غور: د جمعیت مشهور قومندان او د اربکیانو مشر وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غور ځايي چارواکي وايي د دې ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې د جمعیت اسلامي هغه قومندان چې د اربکیانو مشرۍ يې پر غاړه لرله، د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د غور د امنیه قومندان ویاند اقبال نظامي وايي غلام یحی راجي پر یاده ولسوالۍ د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
تېره شپه طالبانو پر چهار سده ولسوالۍ برید پیل کړی، چې د ځايي چارواکو په وینا لا هم دوام لري.
اقبال نظامي وايي یحی راجي چې د اربکیانو قومنده يې پر غاړه لرله، تېره شپه يې د طالبانو پر وړاندې مقاومت هم وکړ، چې له وژل کېدو وروسته يې د جګړې قومنده د هغه زوی حبیب الله راجي ته سپارل شوې ده.

طالبانو هم د هغه د وژنې پخلی کړی، طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي هغه يې د چهارسدې په منګ کلي کې له دوو نورو ملګرو سره وژلی او درې نور اربکیان ټپيان دي.
«د اربکیانو وحشي قومندان غلام یحی سره له ۲ نورو اربکیانو ووژل شول ۳ نور اربکیان ژوبل شول.»
جمعیت اسلامي چې د ګډ حکومت نیم شریک بلل کېږي، رسماً په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.