د کورنیو چارو وزارت مني، چې ځواکونه يې په بد وضعیت کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر وايي د پولیسو وضعیت ترینګلی دی، خو دومره هم نه دی؛ لکه د دې وزارت پخوانی ارشد مرستیال چې يې یادونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني ارشد مرستیال مراد علي مراد ويلي، د افغانستان پولیس په ناوړه حالت کې دي.

هغه چې وړمه ورځ له دندې لرې کړای شو، منلې چې په ګڼو ولایتونو کې يې پولیسو ته اعاشه نه رسېږي او وضعیت تر دې اندازې ترېنګلی شوی چې پولیسو د ځانوژنې هڅه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي مراد علي مراد «مبالغه» کړې، خو مني چې د پولیسو حالت د اندېښنې وړ دی.

هغه وايي په ځینو سیمو کې چې جګړې زور اخیستی، لويې لارې د دوی پر مخ تړل شوې او پولیسو ته يې اعاشه نه ده رسېدلې.

برمک وايي د هوايي ترانسپورت په برخه کې هم محدودیتونه موجود دي، ځکه خو يې ځينې پولیسو د لوږې شکایتونه کړي دي.

ده ټینګار کړی چې څوک دې له مسؤلیته تېښته نه کوي، بلکې په وزارت کې هر نیول شوی تصمیم په مشوره شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې په ګڼو هغو ولایتونو کې چې جګړې پکې شدت موندلی افغان ځواکونو د مشرانو له بې غورۍ سر ټکولی، نږدې د هرې پوستې له سقوط وروسته ځايي چارواکو ويلي چې دوی يې څو ورځې وړاندې وړاندوینه کړې وه، خو د مرستې لپاره ورسره څه نه دي شوي.

د شنونکو په باور د امنیتي مسؤلینو تر منځ بې باوري د دې علت شوې چې ځواکونه روحیه له لاسه ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د