سکاټ مېلر

ایا جنرال میلر به د افغانستان جګړه کنټرول کړای شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

امریکايي معتبرو رسنیو رپوټ ورکړی چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د پوځ د ځانګړي عملیاتي ځواک مشر ډګرجنرل اسټین سکاټ میلر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان په توګه ټاکلی دی .

ډګر جنرال سکاټ میلر (۹) امریکايي قومندان دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسي د افغانستان د نه ګټونکې اوږدې جګړې د پرمخ وړلو لپاره د عمومي قومندان په حیث ټاکل کیږي.

د دغو ګمارل شویو او تبدیل شویو امریکايي جنرالانو په منځ کې جنرال ستانلي مکرسټل او جنرال ډویډ پټرایس هغه څوک وو چې د امریکا په پوځ کې یې په بریالیتوب ، قاطعیت او خاص پوځي مهارت کې نوم درلود.

خو په افغانستان کې د دندې پرمهال دواړو امریکايي جنرالانو خپل موفقیت او قاطعیت له لاسه ورکړ.

جنرال مکرسټال د افغانستان د جګړې د شدت له امله د خپلو حواسو په له لاسه ورکولو سره په ۲۰۱۰ کې له Rolling Stone مجلې سره د مرکې په مهال ولس مشر اوباما ته داسې سپکې سپوري وویلې چې بالاخره نوموړی مجبورشو جنرال مکرستال له افغانستانه امریکا ته ور وغواړي او له دندې ګوښه کړي.

جنرال دیویډ پیترایس بل هغه تکړه امریکايي جنرال و چې د عراق د جګړې ګټلو او هلته په پوځي ساحه کې د بریالیو ابتکاراتو په عملي کولو سره خورا مشهور و خو ترجنرال مکرستال وروسته ډیوید پټرایس هم په افغانستان کې د پوځي ماموریت په مهال داسې حالت ته ورسیده چې د ۲۰۱۰ کال د جون په ۱۵مه کانګریس ته د افغانستان د پوځي وضعیت په اړه د رپوټ ورکولو په مهال د ستیج پر سر بیوهشه او د صحي کارکوونکو په مټ د کانفرانس له خونې وایستل شو.

جنرال نیکولسن تر دې دواړو تکړه خو په افغانستان کې ناکام شویو جنرالانو وروسته دریم تکړه امریکايي جنرال و چې تر نورو امریکايي جنرالانو یې زیات وخت په افغانستان کې تیر کړ.

اوس چې نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د پوځي فعالیتونو په یوه تر ټوله ګرمه مرحله کې له کاره ګوښه او پر ځای يي ډګر جنرال سکاټ میلر ټاکل کیږي د دې معنی داده چې جنرال نیکولسن هم د دوو نورو تکړه امریکايي جنرالانو په څیر خپل تکړه توب په افغانستان کې بایللی دی.

د افغانستان جګړه د امریکایانو لپاره تر ټولو اوږده او له ځاني او اقتصادي لحاظه ملا ماتوونکې جګړه بلل شوې چې تر اوسه ورکې تقریبا ۳۰۰۰ امریکایان مړه او تر ۲۰۰۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

ډګرجنرال سکاټ میلر په داسې حال کې د دې اوږدې جګړې د رهبري لپاره ټاکل شوی چې هم د هغه تر قوماندې لاندې امریکايي سرتیرو په افغانستان کې ښکاره شکست خوړلی او هم یې خپل پوځي مورال له لاسه ورکړی دی.

دا چې تر ښاغلی سکاټ میلر وړاندې تازه نفسه او مورال لرونکو جنرالانو د افغانستان جګړه کنټرول نه کړای شوه نو دی به یې هم په داسې حال کې چې د ناټوله قومندانۍ تر کابل هوايي ډګر پوري د الوتکي په مټ تګ راتګ کوي په هیڅ صورت کنټرول نه کړای شي او یوه ورځ به دی هم خامخا د یوه بل ناکامه امریکايي جنرال په حیث له خپلې ندې ګوښه کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د