ملي امنیت پخپل رنګ کې کوټ شو!

وفی الله روفي

تازه انډیپینډیټ په عراق کې له امریکايي وحشته پرده پورته کړې، دې خپرونه کې رابرټ فیسک پخپله مقاله کې لیکلي چې امریکا په عراق کې د مجاهدینو له بریدونو د خوندیتوب او د هغوی د بدنامۍ لپاره هڅه کوله چې هلته خپلمنځي قومي او مذهبي جګړې ګرمې وساتي، په همدې خاطر يې ان د شیعه اوسني په نامه په مذهبي مراسمو او ځایونو کې موټربم چاودنې کولې، لیکوال لیکلي چې يو عسکر ورته کیسه کړې چې لومړی دوی داسې روزنځای کې روزل کېدل چې ۷۰سلنه به يې د موټر چلول زده کول چې څنګه يې په کوڅو کې تاو را تاوکړي او ۳۰ سلنه به وسلې ورزده کول کې دي، په داسې حال کې چې دوی د دا مرکز د پوځي ټرینینګ مرکز یاداوه نه د موټر وانۍ، د ده په خبره یوه ورځ يې قومندان یو موټر ور وسپاره چې په د بغداد ښار له پلاني مسجد سره به ترې کوز شې او تلیفون به را ته وکړې چې نور باید څه وکړې، هغه وايي چې کله هلته ورسېدم له موټره کوز شوم ګورم تلیفون مې کار نه کوي، چې هر څومره خپل قومندان ته هڅه کوم نه کېږي، اخر مجبور شوم له موټره لرې لاړم، چې زما تلیفون کار وکړ، هلته موټر چاودنه وکړ، دی وايي زه هم پر دې نه وم خبر؛ چې د کوم ماموریت لپاره لېږل شوی یم.

پرون کندهار کې امریکا روزلیو هم ورته هڅه کوله، دوی د بازار په منځ کې څورالسمې حوزې ته څېرمه د مستریانو په یو سرای کې د موټر بم چاودنې کوله، خو دوی په دې لوبه کې د خپل رنګ په ویلو کوټ شول، دوی دعوه کوله چې د مستریانو سرای کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف کړی، اوس يې د شنډولو هڅه کوله چې پرې ور وچادید او د ګڼو ملکیانو په ګډون د ملي امنیت کسان هم ووژل.

دوی چې په داسې ډرامو کې د بهرنیو استادانو له مرستې پرته چندان لاسبري نه دي، له څو اړخونو د خپلې دعوې ځواب نه شي ویلی، مثلاً دوی چې یو کوچنی ماین هم خنثی کوي سپیکرونو، راډيو ګانو او فیسبوک کې اعلانونه کوي او غواړي ځانونه ډېر تکړه معرفي کړي، خو د دې لوی موټر چې داسې زوروره چاودنه کولی شي، د خنثی کولو پر وخت يې د څنګ مستري دوکاندار هم نه دی خبر کړی، د پېښې یو عیني شاهد پژواک ته ويلي، چې خادیان سرای کې ګرځېدل را ګرځېدل دومره خبر شول چې څه شي خنثی کوي، پر دې سربېره دوی د خنثی کولو لپاره دومره ډېر شمېر نه ورځي په دې چاودنه کې د قومندانانو په ګډون څوارلس تنه پوځي او د ملي امنیت اړوند کسان وژل شوي، ښکاري داسې چې دوی دا موټر بل ځای ته لېږداوه خو دلته يې پلان خراب شوی دی.

الجزيرې هم پخپل راپور کې ويلي، چې دا موټر همدلته دې سرای کې له چاودېدونکو توکو سره ډک نه و ولاړ؛ بلکې امنیتي مسؤلینو له بل ځای نه دلته راوستی و او په لوی لاس يې د ملکي وګړو منځ کې دا زوروره چاودنه وکړه.

کابل ښار کې نږدې میاشت وړاندې خونړۍ چاودنې هم ورته یوه لوبه ښکاري، د هغو پېښو مسؤلیت د داعش په نوم د حکومتي جنایاتو مستعار نوم؛ پر غاړه واخیست، خو پر هغه سربېره د امنیت شورا فیسبوکیانو پر طالبانو لعنتونه ویل او دا چاودنې يې هغوی ته منسوبولې.

جګړه چې څومره اوږدېږي پېچلې کېږي، ځکه خو باید هغه اړخ چې د ملت ورته سترګې دي او ناموس پکې خوندي دي د دښمن هر ډول حماقت ته ځير اوسي، پر دې سربېره د جګړې قاطعیت یو بله لاره ده چې کولی شي د ډېرو داسې ډرامو مخه ونیسي.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

اکثریتی چاودنی د خلکو په مینځ کی همدا اشغالګره امریکا کوی او بیا وایی چی طالبانو دا چاودنه کړی ده ترڅو چی ضعیف ایمان والا کسان د طالبانو د ریښتینی جهاد څخه زړه تورن کړی نو ښه خبره داده چی خلک پدی پوی شی چی طالبان د اسلام او د خلکو محافظان دی او یوازینی موخه یی د امریکا او د هغی غلامه اداره ده چی هر ځای کی په نښه کوی او مورداره وی یی .

Zadran
میلمه
Zadran

عبدالوالی فهیم صاحب.هر څوک پوهیږی چه غوا توره پی یی سپینی.ولس ډوډی غوږونو ته نه وړی.

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

داکار دپرلت دپروژي هغه وروستۍ برخه ده داسلام دښمنان غواړي چي په داسي غلامانه کاروسره داولس اومجاهدینو ترمنځ واټن پیداکي خوانشاءالله دا ارمان به داسي ګورته یوسي لکه په کندهارکي چي خدای پاک رسواکړل