fbpx

ډیویلیئرز له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ په نړۍ کې مشهور او ځانګړی تکړه او نامتو توپوهونکي ای بي ډيویلیئرز په ناڅاپي ډول له هر ډول نړیوال کرېکټ څخه استعفا ورکړه.

د ۱۴ کلن کیریئر وروسته د سویلي افریقا لوبډلې دغه مشهور ستوري د یوه ویډیويي پيغام له لارې خپله استعفا اعلان وړاندې کړه او ویې ویل چې نور له کرېکټه ستړی دی.

نوموړي په ویډیویي پیغام کې وویل: «ما پریکړه کړې چې د نړیوال کرکټ څخه سمدستي استعفا ورکړم، د ۱۱۴ ټیسټ لوبو، ۲۲۸ نړیوالو یو ورځنیو لوبو او ۷۸ شل اوریزو لوبو څخه وروسته په دې نظر یم چې اوس د نورو نوبت دی چې زموږ ځای ونیسي».

ډيویلیرز زیاته کړه چې دا دده لپاره سخته پریکړه وه او په دې اړه یې له ډير پخوا فکر کولو، هغه وویل چې دی به فاف ډوپلیسي او د سویلي افریقا لوبډلې ملاتړ همېشه جاري ساتي.

ډیویلیئرز چې په توپوهنه او شپږیزو وهلو کې یې ځانګړی نوم درلود او بې شمېره مینوالو به دده لوبې کتلو ته بېتابه وو، د یو شمېر ریکارډونو سره نړیوال کرېکټ ته مخه ښه وکړه.

نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ چې په (۱۶) توپونو یې وهلې، د چټکې سلیزې ریکارډ چې په (۳۱) توپونو یې وهلې، او د چټک ۱۵۰ منډو جوړولو ریکارډ چې په (۶۴) توپونو یې جوړ کړي له ځان سره لري.

ډیویلیئرز د سویلي افریقا لوبډلې دویم لوبغاړی دی چې په ټیسټ سیالیو کې ځانګړې زیاتې (۲۷۸ ناسوځېدلې) منډې لري، همدا ډول په نړیوال رینکینګ کې له (۹۳۵) پواینټونو سره چې د سویلي افریقا لوبډلې لپاره تر ټولو ډېر دي، لري.

نوموړی په ۱۱۴ ټيسټ سیالیو کې د ۵۰.۶۶ منډو اوسط لري، چې ټولې يې (۸۷۶۵) منډې جوړې کړي، ۲۲ یې سلیزې او اوسمهال په نړیوال رینکینګ کې په شپږم نمبر و.

همدا ډول په ۲۲۸ یو ورځنۍ سیالیو کې د ۵۳.۵۰ غوره اوسط سره ټولې (۹۵۷۷) منډې جوړې کړي، چې ۲۵ سلیزې او ۵۳ نیمه سلیزې په کې شاملې دي، په نړیوال یو ورځني کرېکټ کې یې دویم مقام لري.

په ۷۸ شل اوریزو سیالیو کې یې په ۲۶.۱۲ منډو اوسط سره ۱۶۷۲ منډې جوړې کړي، چې ۱۰ نیمه سلیزې یې وهلې دي، سربېره پر دې یې په یو شمېر تجارتي لیګونو کې هم ونډه اخیستې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د