اسلام خپل رول څنګه ادا کولی شي

راټولونه او زیاتونه: عزام حقاني

اسلام خپل رول تر هغه وخته نشي اداکولی چې تر څو هغه د یو ژوندئ معاشرې او ټولنې په صورت کې څرګند نشي.

که په لنډ ډول ووایو هغه خپل صحیح رول هله اداکولی شي چې هغه د یو امت او یو قوم شکل او بڼه اختیار کړي.

دنیا او دنیاوالو په یو دور کې او بالخصوص په حاضر دور کې صرف تشې نظر یې ته توجه نه ده کړې ، او نه یې محضي په نوم اوریدلو سره قبوله کړې ، چې تر څو هغه په عملي ډول او شکل سره د یو ژوندئ جامعې او ټولنې په صورت کې هغوئ ته ښکاره نشي.

په دي اړه به داسي ووایو چې د امت مسلمه حیثیت ، مقام او وجود څه دپاسه د څو پیړیو را په دي خوا معدوم او نیستي شوی دی . یعني مسلمان امت خپل وجود هیر کړی دی له یو اوږدې زمانې راهیسي دا امت د تاریخ له سټیجه رخصت شوی دی .

ځکه چې امت مسلمه د یو هیواد او ملک نوم نه دی چې اسلام په کې اوسیږي ، او نه دیو قوم نوم دی چې پلرونه او نیکونه یې د تاریخ په یو دور کې داسلامي نظام په سیوري کې ژوند تیر کړی وو.

بلکه اسلام د الله جل جلاله لخوا د ټول بشریت لپاره خوښ او نجات ور کوونکی دین دی ، چې د یو انساني جماعت په نوم په دنیا کې شتون لري چې طریقې ، افکار او نظریات ، قوانین او ظابطې ، د اقرار ، رد او قبول معیار یې د اسلام له منبع څخه سرچینه اخلي ، چې هغه ” چينه ” دالله جل جلاله مبارک کلام ” قرآن” او د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت مطهره دی.

کوم امت مسلمه چې ددي صفاتو لرونکی ؤ متأسفانه په هغه وخت د عدم د پردو شاته شو ، کوم وخت چې په ځمکه باندي د الهي شریعت په رڼا کې د حکمرانۍ او حکومت کولو فریضه معطله او له منځه ولاړه.

مګر که اسلام خپل پرونی رول ادا کول غواړي کوم چې ټول بشریت ورته سترګي په لار دی !

نو لمړی باید د مسلمه امت وجود بر قراره کړي یعني دامت تر منځ حائل او موجود دیوالونه وه نړوي ، او امت مسلمه بیا له نوي سره راژوندی کړل شي. چې هغه د څو پیړیو او څو نسلونو راهیسي د خرابۍ لاندي پروت دی چې دغلطو او ګمره کوونکو نظریاتو لاندي ښخ او ډوب دی ، او له ځان جوړشویو روایاتو او افکارو لاندي راګیر دی.

یعني د هغو قوانینو او د ستورونو لاندي پروت دی چې هغه داسلام او اسلامي ژوند له دائرې سره هیڅ سمون او اړخ نه لګوي.

تش په دي خطاء او غولیدلي دي چې موږ په عالم اسلامي کې ژوند کوو.

او نور هیڅ د عالم اسلامي علائم نشته .

نو د دي لوی او دوروند مسؤلیت د پرځای کولو او بیا اعاده کولو لپاره باید علماء کرام ، استادان ، محصلین او د امت نور لوستي او پوه خلک لاس په کارشي چې دا امت له دي لویدلي او وروسته پاته حالت څخه راوباسي ، او یوځل بیا یې د عزت او شرف هغه دنګو ماڼیو ته ورسوي کوم چې د دي دین ځای او مقام دی.

او کوم چې د دین غوښتنه او مطالبه ده.

او کوم چې د دي امت تیر شوي قومونه او ټبرونه پکې اوسیدل.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د