انساني ژوند جوړونه

لیکنه: سیداصغر هاشمي

د نړۍ اکثره شیان پیدایښت، ځواني، زړښت او بلاخره مرګ لري، خو په انسانانو، حیوانانو او نباتاتو کې د انسان امتیاز په نورو توکو زیات دی، ځکه نو په مخلوقاتو کې انسانانو ته بهتر ویل شوي دي.

انسانان په ټولو ژوندیو توکو کې د بدن جوړښت اعجاز دی او د دوی فکري تولید او تمرین بې مثاله دی چې په هېڅ یو ژوندي موجود کې نشته.

د هر انسان سره حساب کېږي، نو ټول انسانان باید ژوند جوړ کړي نه ژوند تېر کړي. ژوند تېرول او ژوند جوړول سره توپير لري، ژوند په هر شي تېرېږي، خو ژوند جوړول د انسان کار دی. یویشتمه پیړۍ ده او د نړۍ په اکثره شیانو د ژوند دورانونه تیر شوي دي چې اکثره څېزونو ژوند تېر کړی دی نه یې ژوند جوړ کړی دی، خو انسانان باید خپل ژوند د عقبی لپاره جوړ کړي او د انسانانو توپیر له نورو څېزونو سره په همدې ژوند تېرولو او ژوند جوړولو کې دی.

نباتات ژوندي دي، تکثر کوي، خوشحالي او خفګانونه لري او د انسانانو په شان احساسات لري، دغه نباتات هم د ژوند پړاوونه تیروي، خو د انسان ژوند، پیدایښت، خوشحالي او احساسات باید له نباتاتو توپیر ولري او دوی باید ژوند جوړ کړي.نباتات تکثر کوي او انسانان هم اولادونه پیدا کوي، چې د انسان وظیفه او لارښوونه یې د اولادونو لپاره ژوند جوړول دي نه ژوند تېرول.

د انسان پیدایښت، حرکت، مرګ، ځواني او فکر باید د نړۍ له ټولو شیانو توپیر ولري. هغه انسانان پرمختګ کوي چې فکر جوړ کړي، د فکر جوړول په حقیقت کې د ژوند جوړول دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د