ټولنیزه برخه

د انساني ژوند هدف

لیکنه: سیداصغر هاشمي

ښوونه د ژوند تېرولو وسیله ده او روزنه یې هدف یا ښوونه روبنا او روزنه زیربنا ده. ښوونه او روزنه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي او د ښوونېزې وسیلې پواسطه انسان ځان هدف ته رسولی شي. هره کوټه چې چت ونه لري، د ژوند تېرولو لپاره سم او مساعد ځای نه وي، د کوټې دیوالونه وسیله ده چې سقف «چت» یوه ځانګړې وظیفه پر مخ وړي.

د انسان د پیدایښت اصلي منبع د پلار XY او د مور XX جنسسي کروموزومونه دي، یعنې د مور و پلار د کروموزومونو د يوځای والي نه جنین لاس ته راځي او د مور و پلار د اکثرو بېروني او دروني خصوصیاتو د لېږد وظیفه دRNA ده.

د مور و پلار پرهیزګاري او ګنهګاري په مستقیم او غېر مستقیم ډول د انسان د پیدایښت وروسته پکې موجود وي.

د قرآن حکیمانه نظام د انسانانو لپاره د مور رحم ښوونېز تهداب کڼلی دی. د ډېرو ښو مور و پلار نه داسې اولادونه پیداکېږي، چې د کورنۍ نوم ژوندی ساتي او د بدو والدینو نه بد اولادونه پیدا کېږي، خو کله کله پکې استثنات موجود وي.

که د انسان تهداب د نطفې ټاکلو د لومړۍ ورځې پیاوړی وي، نو حتماً به انسان د ښو ځانګړنو درلودونکی وي.

هغه ونه ډېره پیاوړې وي چې ریښې یې په ځمکه کې هر طرف تللې وي، د ونو تهداب یې همدغه ریښې دي او د همدغو ريښو پواسطه ولاړې دي او د ډېرو توکو خدمتونه کوي.

غرونه ځای پر ځای ولاړ دي او ځمکه خوځېدو ته نه پرېږدي او ریښې یې ځمکه کې ښخې دي، یعنې د غرونو تهداب هم ډېر مهم دی او هر غر چې څومره لوړوالی لري له هغې زیات چقروالی لري.

د غرونو د ژوند هدف هم په تهداب کې دي او د ځمکې لاندې ریښې دي چې غرونه پرې ولاړ دي. څنګه چې د انسان په ژوند جوړولو کې تهداب مهم دی دغه شان د غرونو او ونو لپاره هم تهداب مهم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

هاشمی صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ښه عنوان مو انتخاب کړی ، مګر د لیکنی محتویات د عنوان سره سر نه خوری د لیکنی عنوان د [[[ انسانی ژوند هدف ]]] دی. د انسانی ژوند هدف په اړه قران فرمایی چه پیریان او انسانان د عبادت د پاره خلق شوی عبادت د توحید او اطاعت مجموعی ته وایی په توحید کی د هز څّه مالکیت الله ج او اطاعت څخه مطلب د الله ج شریعت یاالهی اصول دی دواړو ته په کډه الهی نظام ویلی شی ، د انسان د ژوند هدف همدغه چه د الله ج په… نور لوستل »

عبدالخالق

ډېره پر ځای تبصره
الله تعالی فرمايي: و ماخلقت الجن والانس الا لیعبدون

د انس او جن د ژوند هدف د الله تعالی عبادت دی .
علم او زده کړه د ښه عبادت کولو لپاره اسباب بللی شو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx