افغانستان

غزني: د نوم لیکنې مرکز ته نیژدې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت په مرکز کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې یوه مرکز ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله یې د ددغه مرکز دوه تنه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

پېښه د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د مغلان په سیمه کې را منځته شوې ده.

امنیتي چارواکو په پېښه کې د ۳ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی او ویلي يې دي چې چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله را منځته شوې.

د ټاکنو خپلواک کمیسون تایید کړې چې ددوی د مرکز یوه ښځینه او یو نارینه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د پيښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

باید وویل شي چې د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره په مکتبونو، مسجدونو او عامو ځایونو کې هم د نوم لیکنې مرکزونه جوړ شوي چې له امله یې ددغه مراکزو امنیت ته د ګواښ تر څنګ په ځینو ځایونو کې مساجد او مدارسو هم له خپله فعالیته غورځېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x