هلمند: د موسی کلا پر بازار بمبار شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نن د پنجشنبې په ورځ سهار د هلمند ولایت په موسی کلا کې بمبار شوی خو تر اوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې بمبار د موسی کلا بازار ته نیژدې شوی خو تر اوسه یې هدف نه دی څرګند او د نوموړي په وینا دوی تر اوسه د تلفاتو په اړه هم معلومات نه لري.

په هغه انځور کې چې پر ټولنیزو پاڼو خپور شوی، د خلکو څخه ډک بازار ته څېرمه له یوې سیمې څخه دوړي پورته کیږي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو د مخدره موادو د فابریکو او مارکیټونو پر ضد کمپاین پیل کړی او په وینا یې هغه ځایونه او سرایونه په نښه کوي چې مخدره مواد په کښي ساتل کیږي او یا هم تولیدیږي.

دغه بمباري چې اکثره پر ملکي اهدافو کیږي، قربانیان یې هم په بشپړه توګه ملکیان وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د