پاکستان اودچین هیوادونه دوه مزایل وړونکی لویی بیړی جوره وی

china_navy

نن ټکی اسیا: دپاکستانی اوچینایی رسمی رسنیو په حواله چی په نژدی راتلونکی کی به چین اوپاکستان په ګډه سره دوی لویی اوپه جدیدو مزایلو سره سمبالی بیړی جوړی کړی.  
دواړی بیړی به په وارسره یوه دچین په سمندری ښار ټیانجین اوبله هم دپاکستان سمندری ښار کراچی ته نژدی جوړیږی.
دچین ددولتی رسنیو دوینا له مخی چی پاکستان دسمندری قواوو  اودچین دنړیوالی بیړی جوړونکی شرکت ترمنځ له پخواڅخه ددوو بریدکونکو اومزایل وړونکو بیړیو دجوړولو تړونونه لاسلیک شوی وه.
څیړونکی وایی چی ددارنګه بیړیو جوړول به دپاکستان سمندری قواوو ته یو نوی ځواک وروبخښی.
پاته دی نه وی چی چین اوپاکستان په سیمه کی دوه نژدی ملګري دي اویو دبل سره ډیري نژدي اوتاریخي اړیکی لری څوورځی مخکی هم په اسلام اباد کی دچین هیواد سفیر په یوه خبری ناسته کی زیاته کړه چی مونږ په دغه سیمه کی دپاکستان هیواد اهمیت له پامه نشو غورځولی، نوموړی زیاته کړه چی پاکستانی ځوانان دډیری پوهی اواستعداد خاوندان، اودهر رنګه کارکولو وړتیالری، اوپاکستان به په اقتصادی ډګرکی ډیرژرمخته لاړشی.
نوموړی زیاته کړه چی دچین هیوادپه پاکستان کی ډیره لویه پانګه اچونه کړیده، او اوس هم څه دپاسه ۱۰۰۰۰چینایی وګړی په پاکستان کی په مختلفوکارونو بوخت دی.
بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.