ایا رشتیا هم د غزني په دهیک کې طالبان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نن د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو رسنیو ته وویل چې د دوی توپچي ځواکونو د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ اړوند د طالبانو مرکزونه په نښه کړي چې له امله یې ۱۵ تنه وسلوال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «شاهین یو» په نامه دغه عملیاتو کې څلور وسلوال ټپیان او یو شمېر وسلې یې هم دوی ته په لاس ورغلي دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې دغه ادعاوي ناسمي بللي دي او ویلي يې دي چې مونږ یې په کلکه ردوو.

نوموړي ویلي چې په دهیک کې زمونږ هیڅ څوک نه دي وژل شوي، بلکې دولتي ځواکونو ولسي خلک او کلي د توپچي هدف ګرځولي چې له امله یې کیدای شي هلته ملکي تلفات اوښتي وي.

قاري یوسف احمدي وویل چې د دوی جنګیالي ثابت مرکزونه نه لري تر څو د دولتي ځواکونو له لوري د توپچي هدف وګرځي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

لعنت د دخدای وی پر دی پردی پال غلام او دروغجن دولت په دروغو باندی زړه خوشحالوی انشاالله دا مزدوره اداره به د امارت اسلامی د مجاهدینو په لاس ژر ترژره به خونړی ماتی وخوری او خپل بادار سره به یوزای دوزخ ته ورشی.

علم خان
میلمه
علم خان

ديک زمونږ ته نږدي کلي ده خو ده دواړه اعده وي ناسمي دي هلته جنګ ده مرمي د دواړو ترافه زياتي استمعله وي بس جنګ ګرام ساتي طاليبانو بي ځاي جنګ او بي پيدي جګري

عمر
میلمه
عمر

دادغرب غلامانو نوسه وخت ریشتیاویلی دی الله ج دی دوی تباه کری