د پاکستان مخکني لومړي وزیر پر پوځ او آی ایس آی نوي تورونه لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نوازشریف پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ده د لیري کیدلو لامل د پخواني پوځي دیکتاتور مشر پرویز مشرف پرضد د غدارۍ دوسیې پرانیستل و.

د چهارشنبې په ورځ د احتساب محکمې په وړاندي رسنیو ته پخپلو خبرو کې نوازشریف په څرګنده پر پوځ او قاضیانو تور ولګاوه چې ګویا د ده پرضد ټولي دوسیې یې د یو سازش له مخي پرانیستي دي.

نوازشریف وویل، کله چې یې د مشرف پر ضد د غدارۍ د دوسیې پارلماني پریکړه وکړه، نو د یوې استخباراتي ادارې د یو افسر لخوا پیغام ورکړل شو چې یا خو استعفا وکړه او یا په اوږده رخصتۍ له هیواد نه بهر ولاړ شه.

هغه وویل: زه د یو ماتحت افسر په دې پیغام سخت مایوسه شوم او په دې برخه کې مې له سر ټیټولو انکار وکړ، چې بیا د پخواني ولسمشر آصف زرداري په خوله راته وویل شول چې د پرویز مشرف د دوئمې مارشل لاء قانوني ګڼلو ته باید غاړه کښیږدم چې ما بیا هم ونه منله “

نوازشریف زیاته کړه : “ له دې وروسته زما په وړاندي سازشي پرلتونه او نور خنډونه ایجادول پیل شول.

هغه پر قاضیانو هم په نیوکي سره وویل: د ده پرضد د محکمې اوسنۍ پریکړي هم د دې سازشونو یوه کړۍ ده. ده وویل، ټولې وسلې یوازې د سیاسیونو لپاره جوړې شوي دي، کله چې د پوځي جنرالانو د احتساب خبره راځي‌ نو په وینا یې له فولادو څخه هم موم جوړ شي،

نوازشریف وویل: د انصاف پر منصب ناست قاضی القضات خو ونکړای شو چې پرویز مشرف د یو ساعت د پاره هم زندان ته ولیږي”

هغه وویل، ما غوښتل چې د پاکستان خارجه پالیسي له پټو لاسونو وباسم او پر سم لوري یې روانه کړم، په خبره یې، نه یې غوښتل چې په ټیټ سر د چا نوکر شي، او دا چې د پاکستان د پرمختګ او ترقي فکر یې درلود، ځکه له څوکۍ لري کړل شوم، د خپل ګوند له مشرتابه او په سیاست کې له برخي اخیستلوهم د تل لپاره نا اهل شوم. په وینا یې دا ټول له دې امله چې زه د ډېرو پریکړو په وړاندي خنډ جوړیدم.

باید وویل شي، پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د ادارې فساد په یوه دوسیه کې، د تېر ۲۰۱۷م کال په نیمایي کې د هغه هیواد د ستري محکمې په امر له واکه لیري کړل شو، وروسته د ګوند له مشرۍ او بیا په سیاست کې د تل لپاره له برخي اخیستو نا اهله اعلان کړل شو.

د پاکستان په تاریخ کې تراوسه کوم لومړي وزیر د خپلې دندې پنځه کلنه قانوني دوره بشپړه کړې نه ده او تر ډېره د کودتا یا نورو ستونزو له امله د محکمې له خوا بې واکه شوي.

نواز شریف اوس دریم ځل د پاکستان لومړی وزیر و، له دې مخکې نواز شریف د ۱۹۹۰ کال له نومبر د ۱۹۹۳ کال تر جولای او بیا د ۱۹۹۷ کال له فرورۍ د ۱۹۹۹ کال تر اکتوبر پورې هم لومړی وزیر پاتي شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د