افغانستان

استازي: فاریاب سقوط ته نږدې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي وايي که مرکزي حکومت پام ونه کړي، د فاریاب ولایت واک به يې له ګوتو ووځي.

د ولسي جرګې غړې رنګینې کارګر ازادۍ راډيو ته ویلي، فاریاب د شمال دروازه بلل کېږي، د دې په وینا دغه ولایت د فراه او کندوز پر برخلیک اخته کېدونکی دی.

هغه وايي د دې ولایت د لسو ولسوالیو یوازې د ولسوالیو او امنیه قومندانیو ودانۍ د دولت په واک کې دي، نور ټول واک يې له طالبانو سره دی.

په ولسي جرګه کې د فاریاب بل استازي ګل محمد پهلوان ويلي، د قورغان او قرمقل ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي، له دې پرته قیصار، المار، ګرزیوان، جمعه بازار، بلچراغ، دولت اباد او شرین تګاب د طالبانو له لوري محاصره دي.

د دې ولایت ولايتي شورا د طالبانو په تازه برید کې د لسو عسکرو د وژل کېدو، څلورو ټپی کېدو او اوو نورو ژوندي نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د فاریاب د ولايتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وايي، طالبانو د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد کلي کې د امنیتي ځواکونو پر دوو مېشت ځایونو بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د فاریاب د سقوط اندېښنه نه لري، خو مني چې ځينې ولسوالۍ يې د سقوط څنډې ته رسېدلې وې.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي دولت اباد او المار له ګواښ سره مخ وې، خو اوس د دوی د ځواکونو تر واک لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x