افغانستان

کابل کې د ملګرو ملتونو تښتول شوې کارکوونکې خوشي شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو سازمان وايي په کابل کې يې تښتول شوې کارکوونکې خوشي شوې ده.

له دې دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ښځینه افغان همکاره يې شاوخوا پینځه میاشتې وړاندې له خپل یو ماشوم سره تښتول شوې وه، چې اوس را خوشي شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي انګرید هایدن ویلي، د دوی یو بل افغان همکار د تښتوونکو له لوري وژل شوی دی.

هایدن او د دې دفتر خبرپاڼې د تښتوونکو د هویت په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم ویلي چې څنګه يې دغه همکاره راخوشي کړې ده.

دې مېرمنې له ملګرو ملتونو سره په کابل کې کار کاوه، چې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې نامعلومه کسانو وتښتوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x