fbpx

خوست: د دوه ولسوالیو اوسېدونکو له نوم لیکنې سره پرېکون کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): خوست کې د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو اوسېدونکو د نوم لیکنې له بهیر سره پرېکون کړی دی.

د دې ولسوالیو قومي مخور وايي دوی له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د نوم لیکنې له بهیره سره پرېکون اعلان کړی او ګیله کوي چې د دې پرېکون عاملین پخپله د تذکرو د وېش او نوم لیکنې مامورین دي.

امریکا غږ د سیمو د اوسېدونکو په حواله وايي چې دوی د نوم لیکنې لپاره خلک تشویق کړي و، خو د مامورینو له لوري ښکنځل شوي او ځورول کېږي.

دوی ګواښ کړی چې یا دغه کارکوونکي له دندو لرې نه شي یا هم بل ځای ته تبدیل نه شي، دوی نه تذکرې اخلي او نه به هم په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

په یادو ولسوالیو کې د پرېکون له امله د ۱۸ مرکزونو له ډلې ۱۵ مرکزونو ته خلک نه ورځي، سیمه ییز چارواکي دعوه کوي چې د دوی مامورین مناسب چلند کوي، خو نوم لیکوونکي شخصي غوښتنې لري.

د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر چې د وري د میاشتې په ۲۵مه پیل شوی، د غبرګولي تر ۲۲مې به دوام وکړي.

یاده دې وي د ټاکنو کمیسیون د پرونیو معلوماتو پر بنسټ په ټول هېواد کې د نوم لیکنې بهیر خورا ټکنی یاد شوی، چې ښايي د ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د