افغانستان

د پنټاګون تر تایید وړاندې، دفاع وزارت د مېلر ټاکنه «ډېر پر ځای ګام» بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي په افغانستان کې د بهرنیانو د عمومي قومندانۍ لپاره د سکاټ مېلر ټاکنه «ډېر پر ځای ګام» دی.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش په داسې حال کې د مېلر د هرکلي لپاره کلمات کتاروي، چې پنټاګون لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

وال سټریټ ژورنال تېره ورځ د نوم نه اخیستو په صورت کې د ځينو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې سکاټ مېلر د نېکولسن په پرځای په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان ټاکل کېږي.

Melar
سکاټ مېلر

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي، مېلر یو با تجربه قومندان دی چې د ده په وینا په راتګ به يې په افغان ځواکونو کې هم سا وچلېږي.

رادمنش وايي، هغه کولی شي د افغان ځواکونو په تمویل او تجهیز کې ښه مرسته وکړي، رادمنش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: «د قومندان په توګه د هغه د ټاکلو ملاتړ او هرکلی کوو.»

مېلر چې وړاندې تر دې يې هم په افغانستان کې د دوو کلونو لپاره د ځانګړو ځواکونو قومنده ترسره کړې، په داسې حال کې په افغانستان کې مشري پر غاړه اخلي، چې د امریکا نوې ستراتېژي هم د د دوی د تمې برابرې پایلې نه دې ورکړې.

د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد جنګیالي پر مخ تللي او د ولسوالیو د پرلپسې سقوط سربېره د ولایتونو د سقوط اندېښنې هم پیاوړې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

هغوی چه په قضایی مصونیت ورکولو شرم او حیا ونه کړه نو د لونډانو په بدلون رابدلون هم پروا نه لری حتی نوی یو ورته نوی مزی ورکوی . قضایی مصونیت : یعنی د کور دننه هر څه د اشغالګرو په واک کی دی څه چه کوی هغه به کوی د کور خلک حتی د شکایت حق هم نه لری محاکمه خو پریږده . د کابل غلامان مخکی له مخکی د همدی قضایی مصونیت د ورکولو په مټ یرغمل نیول شوی اول خو د څه ویلو زور نه لری که بیا هم څه سرغړونه وکړی هغه ډکی شوی ویدیو ګانی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx