افغانستان

تخار: دریو ولسوالیو کې ۲۳ بابه ښوونځي تړل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تخار په درقد، خواجه بهاءالدین او ینګي کلا کې ټول ۲۳ ښوونځي تړل شوي چې، ځایي چارواکي يې د طالبانو کار بولي.

د تخار د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار وايي چې په درقد کې ۱۵، خواجه بهاءالدین کې څلور، ینګي کلا کې درې ښوونځي او یو بل په خواجه غار کې تړل شوي دي.

د هغه په وینا طالبانو ځکه دا ښوونځي تړلي چې د دوی له لوري د پوهنې د برخې مسؤل حکومت نیولی او دوی په اعتراضي ډول دا ښوونځي تړلي دي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالجبار وايي طالبانو وړاندې تر دې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې پر دولتي مامورینو هیڅ کار نه درلود، خو چې حکومت د دوی د پوهنې مسؤل نیولی دوی هم هیڅ دولتي کارکوونکي ته د کار اجازه نه ورکوي.

طالبانو د تعلیم او تربيې د کمیسیون له ادرسه په خپره کړې خبرپاڼه کې د ښوونځیو د تړل کېدو پخلی کړی، خو ويلي يې دي چې دوی پکې لاس نه لري، بلکې د ښوونځي د امرانو او کابل ادارې تر منځ ستونزه را پیدا شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي: «د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمیسیون په تخار ولایت کې د اسلامي امارت له نظامي مسئولینو او قومي مشرانو سره په همغږۍ دغه موضوع په هر اړخیزه توګه څیړي او هڅه کوي، چې تړلي ښوونځي زر تر زره د زده کوونکو پرمخ بیرته پرانیزي.»

په ورته وخت کې د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، چې دوی د طالبانو د پوهنې رییس نیولی، خو په وینا يې په هیڅ قیمت يې بېرته نه خوشي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x