تصویر؛ طالبانو د خلکو ستونزې اوري

د غزني والي: خلک په پوره مانا د طالبانو ملاتړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني والي عبدالکریم متین وايي خلک خدمات له دولته غواړي، خو په پوره مانا د طالبانو ملا تړي.

هغه نن په غزني کې له مدني فعالانو او د ولایتي شورا له غړو سره په خبرو کې وویل، خلک په بشپړ ډول د طالبانو تر شا ولاړ دي.

متین د مثال په ډول وویل: «ډوډۍ ورکوي، جامې ورته برابروي، وسله يې پټوي، بې معاشه جاسوسي ورته کوي، خو له امنیتي ځواکونو سره يې همکاري صفر ده.»

د غزني والي چې وړاندې يې هم دا ډول څرګندونې کړې، ومنله چې له امنیتي ځواکونو سره اصلاً ولسي ملاتړ نشته، خو ويې نه ویل چې علت يې څه کېدلی شي.

Karim-matin

عبدالکریم متین؛ د غزني والي

د هغه په وینا هڅه کوي په غزني کې د امنیتي ځواکونو کمی پوره کړي، خو له خلکو يې ګیله وکړه چې د دوی ملا نه تړي.

د غزني والي په داسې حال کې د طالبانو او ولس د کلکو اړیکو خبره کوي، چې وړمه شپه طالبانو د دې ولایت دوه ولسوالۍ پر یو وخت ونیولې.

غزني کې مدني فعالان وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي، ولایت به له سقوط سره مخ شي، د دوی په وینا طالبان له ټولو خواوو پر مرکز را ټول شوي او ټولې دولتي ودانۍ په یو ډول محاصره کې ښکاري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د غلامی اداری غلام والی لیکلی [[ د غزنی خلک په تمامه معنی د طالبانو ملاتړی دی ]] دا خبره یی نه یواځی په غزنی بلکه ټول هیواد کی سل په سلو کی صدق کوی .
که د هیواد د ټولو ولایاتو مظلوم اولس او الهی مرسته ورسره نه وی چیری طالبان او چیری د امریکایی یهودی استعمار سره ۱۷ کاله په بریالیتوب جګړه ؟