فوټبال: د رونالډو په مشرۍ پرتګال د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ غبرګول، ۱۳۹۷ل): پرتګال لوبډلې د مشهور او نامتو ستوري کریستیانو رونالډو په مشرۍ د فوټبال نړیوال جام لپاره خپله وروستۍ ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په ۲۰۱۶م کال کې د اروپا جام ګټونکې لوبډلې پورتګال د نړیوال جام لپاره په ۲۳ کسیزه لوبډله کې یو شمېر نوي لوبغاړي شامل کړي دي.

په دغه جام کې، چې په روس هېواد کې د راتلونکې جون میاشتې په څوارلسمه نېټه پېل کیږي، پرتګال یوازینۍ لوبډله ده چې تر ټولو په سخت ګروپ کې ځای لري.

پرتګال لوبډله په ګروپ B کې ځای لري، چې اسپانیا، مراکش او ایران ورسره یوځای دي، اسپانیا لوبډله د ۲۰۱۰م فوټبال نړیوال جام اتله لوبډله ده چې یو شمېر تکړه لوبغاړي لري، او همدا ډول مراکش هم غوره لوبډله ده.

یاده لوبډله به د نړیوال جام خپله لومړۍ سیالۍ د جون په ۱۵مه د اسپانیا پر وړاندې پېل کوي، چې د نړیوال جام د لومړي پړاو لوبو تر ټولو غوره سیالۍ ده، چې له یوې خوا نړیوال مشهور ستوری کریستیانو رونالډو او له بلې خوا د اسپانیا غوره لوبغاړي اندري انییستا، سرجیو راموس او ایسکو دي.

د پرتګال ۲۳ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

ګول ساتونکي: Anthony Lopes, Beto, Rui Patricio

دفاعي لوبغاړي: Antunes, Bruno Alves, Cedric, Joao Cancelo, Jose Fonte, Luis Neto, Mario Rui, Nelson Semedo, Pepe, Raphael Guerreiro, Ricardo, Rolando, Ruben Dias.

منځني لوبغاړي: Adrien Silva, Andre Gomes, Bernardo Silva, Bruno Fernandes, Joao Mario, Joao Moutinho, Manuel Fernandes, Rony Lopes, Ruben Neves, Sergio Oliveira, William.

حمله کونکي لوبغاړي: Andre Silva, Cristiano Ronaldo, Eder, Gelson Martins ,Goncalo Guedes, Nani, Paulinho, Ricardo Quaresma.

د پرتګال لوبډلې زیاتره تکیه په کریستیانو رونالډو باندې ده، چې نوموړی د نړۍ یو له مشهورو لوبغاړو څخه شمېرل کیږي.