fbpx

روژه، د شکر ناروغي او هايپوګليسمي

ډاکټر هارون بهیر

هغه کسان چى د شکر په ناروغۍ اخته وي، کيداى شي چى د ګلوکوزو کچه يي تر نارمل اندازې هم ښکته شي چى هايپوګليسميا ورته وايي، کوم چى يو بیړنی حالت رامنځته کوي، او د نه تداوۍ په ترڅ کى د مړينې باعث کيږي.

هايپوګليسمي يا (د وينى ګلوکوزو کموالى) په وينه کى د زيات مقدار انسولين شتون او د ګلوکوز کموالي له امله رامنځته کیږي، د تعريف په اساس هر کله چى د وینې د خوږو کچه د(72mg/dl or 4.0 mmol/L ) څخه کمه شي هایپوګلیسمیا بلل کيږي.

يو شمېر هغه لاملونه چى د شکر په ناروغانو کى د هايپوګليسمى سبب کيږي عبارت دي له: 1،  زيات مقدار انسولين او يا نورى د ديابيت ضد دواګانو استعمال، 2، د سخت تمرين يا کار کول، 3، د اوږدې مودې لپاره د غذا نه خوړل خصوصا لکه روژه مبارکه.

د هايپوګليسمى نښو سره بايد ټول د شکر ناروغان ځانونه اشنا کړي کوم چى په لاندى ډول دي؛
د شکر ناروغۍ نښې: کله چى په وينه کى د ګلوکوزو سويه د نارمل حد څخه ښکته شي نو يو شمېر نښې لکه:

خوله کيدل، لړزه، سر تاویدنه، سر دردي، ستړتيا، د عضلاتو کمزوري، لوږه، د ديد ستونزې يا تارى ديد، د زړه ضربان زياتيدل، بې حالي، د شعور اختلال، او حتى کوما مينځ ته راځي، مګر په ياد ولرئ چى کله ناکله د شپې د ويده کيدو ورورسته خوله کيدل، په خوب کى ويريدل او وحشتناک خوبونو ليدل، د بيداريدو په وخت کى ستړتيا، تخريشيت، ګيچي يا ګډوډي هم د هايپوګليسمى د نښو څخه دي چى بايد پاملرنه ورته وکړو.

درملنه: هر کله چى ذکر شوي نښو سره مخ شوئ نو سم دلاسه د ګلوکو متر په واسطه د ويني ګلوکوز معاينه کړئ، که چيرې یې اندازه د ذکر شوي اندازى برابره او يا ټيټه وه نو سم دلاسه دوه قاشوغې شات او يا دوه قاشوغې د بورې محلول نوشيجان کړئ او 15 دقيقي ورورسته دوباره د ګلوکوزو سويه چک کړئ، که بيا يي هم اندازه ټيټه وه نو یاد محلول تکرار کړئ، تر څو نارمل حد ته وګرځي، يعنى دا يوه بیړنی حالت دی چى په دې حالت کى د روژى ماتول حتمي او ضروري دي کنه خداى مکړه په لنډ وخت کې د مړینې لامل ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د