fbpx

پر پاکستاني لوبغاړو د لوبې پر مهال د ځیرک ساعتونو په استعمال بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او انګلستان ترمنځ په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې پر پاکستاني لوبغاړو د ځیرک ساعتونو په لاس کولو بندیز ولګېد، چې اوس له یوې نوې ستونزې سره مخ شول.

دوه پاکستاني لوبغاړو (اسد شفیق او بابر اعظم) د لوبې پر مهال د ایپل شرکت ځیرک ساعتونه په لاس کړي وو، چې یوه برتانوي ژورنالیست لخوا د کرېکټ نړیوالې شورا ته شکایت وشو، چې آیا ستاسې په قانون کې د کرېکټ په جریان کې پر لوبغاړو د ځیرک ساعتونو په لاس کولو بندیز نشته؟

چې د کرېکټ نړیوالې شورا د «هو» ځواب ورکړ، او په انګلستان کې يې له خپلو فساد پر ضد چارواکو سره چې په لارډز لوبغالي کې موجود وو اړیکه ټینګه کړه، او پاکستاني لوبغاړو ته یې ددې په اړه خبرداری ورکړ، دوی وویل چې، دغه ځیرک ساعتونه د اړیکو نېولو لپاره استعمالیږي او دا د کرېکټ نړیوالې شورا له قانون څخه سرغړونه ده، باید ژر تر ژره لرې کړل شي.

دغه ځیرک مبایلونه انترنیت هم لري، او له بهر خلکو سره پرې اړیکه هم نېول کیږي، چې شاید پاکستاني لوبغاړي له نویو ستونزو سره مخ کړي.

په دې پېښې سره یو ځل بیا پر پاکستاني لوبغاړو د درغلۍ خبرې او شکونه زیات شوي، چې له دې وروسته به ددغې خبرې څیړنه ترسره کیږي.

اته کاله وړاندې په انګلستان کې درې پاکستاني لوبغاړو د پيسو اخیستلو په خاطر له خپلې لوبډلې سره خیانت او درغلي کړې وه، چې بیا یې لوبغاړي د څه مودې لپاره جېل او د څو کالونو لپاره پر کرېکټ هر اړخیزه بندیز لګېدلی و.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې د پاکستان لوبډله په لومړۍ ورځ ښه وځلیده، او اوس د انګلستان ژورنالیستان کوښښ کوي چې له یوې او بلې خوا پاکستاني لوبغاړي په مشکل کې واچوي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له انګلستان لوبډلې سره یوازې دوه ټیسټ سیالۍ لري، چې لومړۍ ټیسټ لوبه نن په لارډز تاریخي لوبغالي کې پېل شوې، او د یوې ورځې په بشپړیدو سره د انګلستان ټول لوبغاړي د ۱۸۴ منډو په جوړولو وسوځېدل، او په ځواب کې د پاکستان لوبډلې د ۵۰ منډو په بدل کې یوه ویکټه له لاسه ورکړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د