fbpx

تصوف له قرآن او حديث څخه سرچينه اخلي

ابو المنظور «عطشان»

«كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ»- (البقرة: 151).

ژباړه: لكه څه ډول چي (مو پر تاسي نعمت بشپړ کړ همدا ډول) مو په تاسي کي ستاسي (له جنس) څخه يو پېغمبر مبعوث کړ، چي تاسي ته زما آيتونه تلاوت کوي، تاسي سپېڅلي كوي، تاسي ته كتاب او حكمت ښيي او تاسي ته هغه څه ښيي چي تاسي مخکي نه په پوهېدلاست.

په پورتني آيت کي د تعليم يا ښووني په اړه دوه واره يادونه سوې ده، شونې ده چي له «وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ» څخه لدُني (تصوفي) علم مراد وي چي د قرآن له ظاهر څخه نه دی اخيستل سوی، بلکي د قرآن له باطن او د رسو الله -صلی الله عليه مسلم- له مبارکي سينې څخه اخيستل سوی دی. د دې علم د ترلاسه کولو لپاره له نور څخه د انعکاس پرته بله لار نه سته او د دې حقیقت ادراک له قياس څخه ډېر ليري دی؛ لکه څنګه چي د صديقانو رئيس (ابو بکر الصديق -رضي الله عنه-) فرمايلي دي: له ادراک څخه د ادراک عاجزي څرګندول په خپله ادراک دی.

”علم او انکشاف په دوه ډوله ترلاسه کېږي:

۱): يو دا چي د يوه شي عمومي او خصوصي احوال په ذهن کي مرتب سي او له هغه څخه يوه مخصوصه نتيجه ترلاسه سي؛ مثلًا: د اور سوځوونکي شي لپاره په دې ډول سره فکر وسي چي اور يو ډېر سوځوونکی عنصر دی، هر حرارت لرونکی عنصر سوځوونکی وي، يقينًا ويلای سو چي اور سوځوونکی دی، ګويا د اور د سوځولو د علم لپاره څو منل سوي اصول مرتب سوه، بيا علم ته ورسېدو: لومړی اور ډېر ګرمي لرونکی عنصر منل، وروسته هر ډېر ګرمي لرونکی شی سوځوونکی منل.

له همدې فکري ترتيب څخه وروسته دا خبره ثابته سوه چي اور سوځوونکی دی او همدې خبري په زړه کي قرار ونيوی. دا ذهني انکشاف د علمي ترتيب وروسته ترلاسه سو، لکن د همدې فکري ترتيب لپاره لازمي ده چي وړاندي به په ذهن کي د اور مفهوم او د اور سخت حرارت لرل موجود وي، که چېري ذهن د اور له سخت حرارت او ګرمۍ منلو څخه عاجز وي، نو د اور د سوځولو علم او انکشاف نه سي ترلاسه کېدلای.

د علم دويم ډول دا دی چي بې له ترتيبه د مقدماتو نتيجه ترلاسه کېږي؛ لکه د لمر ختل، د يخي يخوالی، د اور ګرموالی او … دې ټولو ته بې له غور او فکر کولو ور رسېږو.

پورتني دواړه د حصولي علم ډولونه دي، يو بل ډول علم دی چي علم حضوري ورته ويل کېږي: په دې علم کي ذهني تصور ته اړتيا نه سته او نه هم د مالوم شي صورت ذهن ته راځي، بلکي د انساني نفس په وړاندي مالوم شی له خپل بشپړ حقيقت او احوالو سره په اجمالي ډول موجود وي؛ لکه موږ خپل په وجود او انانيت باندي پوهېږو او په دې پوره ډاډمن يو چي موږ، موږ يو.

د باري تعالی د ذات او صفات، مبدء او معاد او د تمام ما فوق الطبعياتو د تفصيلي احوالو مالومات ترلاسه کول په ذهني ترتيب سره شونتيا نه لري، ځکه په ذهني ترتيب کي د مقدماتو عمل درمخه غوښتونکی دی او د الهياتو په مباحثو کي امکان نه لري. د انسان ذهن خو ځيني وختونه په طبعياتو او محسوساتو کي لا غلطېږي، د الهياتو يادول خو لا پرېږده. په الهياتو کي له فکر څخه کار اخيستل دا ډول مثال لري، لکه مورزداه ړوند چي پښې او لاسونه کړوي او د سمي او سيده لاري د پيدا کولو هڅه کوي. ځکه موږ ويلای سو، فکري او کسبي عمل د الهياتو د بحثونو د ترلاسه کولو لپاره يقينًا بې ګټي دي؛ بلکي زيان رسوونکي دي. پاته سو بديهي علم، همدلته د هغه کار نه کول څرګند دي، کوم علم چي موږ يې د غور او فکر کولو په ذريعه نه سو ترلاسه کولای، نو بې له فکره او نظره به يې ترلاسه کول څنګه شونتيا ولري؟ نو موږ هرو مرو دا وايو چي د باري تعالی ذات او صفات، پرشتې، عالم مثال او مبدء او معاد په اړه چي څوک څه نا څه علم لري او په همدې لړۍ کي چي څه انکشاف او څرګندتيا ورته کول کېږي، د علم د ترلاسه له پورتنيو ډولونو څخه نه دي، ځکه دا فوق العقل شيان دي او عقل په همدې ميدان کي له ځغستا څخه عاجز دی.

د همدې رڼا او ځلا د ترلاسه کولو ذريعه يوازي وجدان دی، مګر زموږ عرفاني وجدان دومره سپېڅلی او روښانه نه دی، چي براه راست يا مخامخ د قدسي صفحو د غير عادي موجوداتو تېرو سوو او راروانو حقيقتونو ته دي ورسېږي او ادراک دي يې وکړي، موږ اړتيا لرو چي يو روښانه عکاس او وجدان لرونکې هستي پيدا کړو، چي د هينداري په څېر دوه مخه ولري، چي پر يوه مخ او رخ يې د ماديت رنګ پيوست وي او دا بل مخ او رخ يې روښانه وي، د خپل روښانه رخ د سپېڅلتيا په مټ د غير مادي الهياتو لمريزي وړانګي ترلاسه کړي او د مادي رخ او شا په مټ يې په خپل ځان کي وساتي او د ځان قوه او ځلا يې وګرځوي. بيا نو که د معرفت د اسمان له لوري لږ زموږ پر لور مخ راواړوي، پر موږ هم د معرفت لمريزي وړانګي اچولای سي.

همدا د نبوت هينداره وه، کوم چي د غير مادي علومو او قدسي صفتونو د نور راټولول يې کول او پر موږ يې هم د هغو علومو او صفتونو سپېڅلي اغېزي شيندلې، زموږ وجدان د همدې هينداري په ذريعه روښانه او ځلا لرونکی وګرځېدی، موږ هم د سراج منير له روښنايي څخه خپل-خپل وجداني څراغونه له خپلي وړتيا سره برابر روښانه کوو او نورو ته هم د سراج منير روښنايي ور رسوو. مګر د همدې نور اخيستني او لمريزو وړانګو نورو ته رسولو له حقيقي ادراک څخه موږ عاجزه يو، همدا لامل دی چي صديق اکبر -رضي الله عنه- چي د ځانه سره عرفاني حقيقت درلودی، نو يې وفرمايل چي له ادراک څخه د ادراک عاجزي څرګندول په خپله ادراک دی“.

له حنظله بن ربيع اسيدي -رضي الله عنه- څخه په مسلم کي روايت دی چي فرمايي: «زما سره ابو بکر -رضي الله عنه- يو ځای سو او راته ويې ويل: ”څه حال دي دی؟ حنظله!“ ما ورته وويل: حنظله منافق سوی دی. هغه وويل: ”سبحان الله، څنګه؟“ ورته ومي ويل: کله چي موږ د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- په حضور کي ناست يو او هغه -صلی الله عليه وسلم- راته د جنت او جهنم حالات بيانوي، موږ دا ډول يو لکه دا هر څه چي د سر په سترګو وينو، خو کله چي له هغه ځای څخه ولاړ سو او له خپلي کورنۍ، بچو او مېرمني سره او يا د مځکي په کښت او کرونده بوخت سو، بيا مو هيڅ په ياد نه وي. ابو بکر -رضي الله عنه- راته وويل: ”په خدای قسم چي زما هم همدا حال دی، راځه چي له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- څخه يې په اړه وپوښتو“ نو رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته راغلو او ورته ومي ويل چي اې د الله -جل جلاله- استازې! حنظله منافق سو. هغه -صلی الله عليه وسلم- پوښتنه وکړه: ”څنګه؟“ ورته ومي ويل: کله چي ستاسو په حضور کي ناست يو او تاسو راته د جنت او جهنم حالات بيانوئ، دا ډول يو لکه دا هر څه چي د سر په سترګو وينو، خو کله چي له دې ځای څخه ولاړ سو او له خپلي کورنۍ، بچو او مېرمني سره او يا د مځکي په کښت او کرونده بوخت سو، بيا مو دا هر څه هېر وي. کله چي رسول الله -صلی الله عليه وسلم- دا هر څه واورېدل، نو يې وفرمايل: ”زما دي په هغه ذات قسم وي چي زما ځان يې په واک کي دی، که چېري ستاسي حالت تل همداسي وای، لکه دلته چي وي، نو پرشتو به په لارو او کوڅو کي ستاسي سره روغبړونه کولای؛ خو اې حنظله! دا حالت کله-کله وي“». ياني ټول وختونه دا حالت نه سي کېدلای، که چېري وسي، نو بيا به خلګ له دنيوي ژوند څخه لاس واخلي او دنيوي نظام به برهم او درهم سي.

«عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: حَفِظْتُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم وِعَاءَيْنِ، فَأَمَّا أَحَدُهُمَا فَبَثَثْتُهُ، وَأَمَّا الآخَرُ فَلَوْ بَثَثْتُهُ قُطِعَ هَذَا الْبُلْعُومُ. قَالَ أَبُو عَبْدِ اللهِ الْبُلْعُومُ مَجْرَى الطَّعَامِ»- (صحيح البخاري: ۱ ج / ۷۷ ص).

ژباړه: حضرت ابي هريره -رضي الله عنه- فرمايي چي ما له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- څخه د علم دوه لوښي ترلاسه کړه، چي يو مي يې په تاسي کي نشر او خپور کړ او که د دويم خپرېدل او اشاعت وکړم، نو حلقوم به مي پرې سي. ابو عبد الله وايي چي حلقوم د ستوني هغه برخه ده چي خواړه تېروي.

د حديثو شارحين د دويم علم په اړه فرمايي چي له دې څخه مراد هغه حديثونه دي چي د ظالمو باچايانو نومونه پکښي ياد سوي دي؛ لکه څنګه چي په يوه مقدس حديث کي راغلي دي چي رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: ”له شپېته هجري سنې څخه وروسته د ماشومانو له سلطنتونو څخه پنا غواړم“.

د هلکانو او ماشومانو له سلطنت څخه د يزيد بن معاويه خلافت مراد دی.

همدلته قاضي ثناء الله پاني پتي -رحمه الله- په مظهري تفسير کي فرمايي: ”زه وايم چي د پورتني حديث مطلب دا نه دی، چي د حديثو شارحينو ليکلی دی، ځکه چي د څو جزئي واقعاتو علم ته د علم لوښی او ظرف ويل او مقابل د شرعي علومو ګڼل څه ډول مناسبت لرلای سي؟.

د علم لوښی ورته ويل او د شرعي علومو مقابل ګڼلو څخه په څرګند ډول مالومېږي چي له دې علم څخه يو لوی او ستر علم مراد دی، چي د شرعي علم انډول (هموزنه) وي، نو موږ وايو چي له دې علم څخه مراد علم لدُني (د تصوفو علم) دی. که څوک ووايي چي علم لدُني ورځني مرادول سهي دی، خو دا د حلقوم پرېکولو مطلب څه دی؟ جواب يې دا دی چي د ابو هريره -رضي الله عنه- د دې وينا مانا ده چي: که زه چېري دا علوم په ژبه بيان کړم، نو حلقوم به مي پرې سي، ځکه دا علوم او معارف شونتيا نه لري چي د وينا په ژبه دي يې تعليم او تعلّم وسي، بلکي د دې علم ادراک په انعکاس او د حال په ژبي سره کول کېږي، ځکه په ژبي سره زدکړه پر څو شيانو توقف لري، له هغو شيانو څخه دا دي: چي د مالوم ادراک په علم حصولي سره کېږي، بل دا چي لفظ موضوع به په خپل مقابل کي لري، بل دا چي اورېدونکي ته به يې وضعه مالومه وي.

له يادو سوو شيانو څخه يو هم د لدُني معارفو په ترلاسه کولو کي شتون نه لري. علم حضوري يې هم د ترلاسه کولو لار نه ده، ځکه په علم حضور کي هيڅکله په علم کي هېره نه سي راتلای، نو د دې علم د زدکړي لپاره نه علم حصولي کار کولای سي او نه حضوري.

دلته نو د لفظونو وضع چېري وه؟ خلګ يې پر وضعه له علم څخه ډېر ليري دي او لا هم ډېر ليري دي. که څوک اراده او قصد ولري چي پر دې معارفو وږغېږي او ورځني بيان وکړي، هرو مرو به مجاز او استعاره کاروي، چي عام خلګ يې مطلب ته نه سي رسېدلای، نو د هغوی عقلونه سره ګډوډ سي او د ويونکي له مراد څخه پرته بل مطلب راپورته کړي، له همدې امله نو هغه (ويونکي) ته د فسق او کفر نسبت کوي؛ لکه څنګه چي موږ ځيني عوام وينو چي پرته لدې چي د مطلب مراد او مفهوم ته رسېدلي وي، پر اولياء الله باندي نيوکي کوي او له هغوی څخه انکار کوي. همدلته خبره روښانه سوه چي ريشتيا هم د دې خبرو له بيانولو سره غاړي پرې کېدل تړلي دي.

که څوک ووايي: ښه، چي دا علم دا ډول دی چي هر څوک نه سي وررسېدلای او نه بل چا ته بيانېدلای سي او که يې بيان وهم سي، د غاړي پرې کېدل ورسره تړلي دي، نو بيان ته څه اړتيا ده؟ نو بيا ولي صوفي قوم په جلدونو کتابونه تأليف کړي دي؛ لکه فصوص او الفتوحات او… په دې ډول تأليفاتو کي څه ګټه سته؟

زه وايم چي د دې تأليفاتو هدف او غرض دا نه دی چي دا علم يو چا ته ورکول سي؛ او نه هم د دې کتابونو په مطالعې سره يو څوک قرب الهي او ولايت ترلاسه کولای سي؛ بلکي د دې تأليفاتو هدف د عارفينو تنبيه ده چي همدا علوم يې په جذب ترلاسه کړي وي، تر څو پر ځينو توصيلاتو خبرتيا ترلاسه کړي او د مريدانو حالات او ځيني لاسته راوړني د درمخنيو بزرګانو له احوالو سره تطبيق کړي، تر څو د دوی د حالاتو سموالی ورته څرګند سوی وي او زړه يې پرې ډاډمن سوی وي.

عوامو ته مستقيمه لار په هغه صورت کي چي د صوفي قوم کتابونه مطالعه کوي او يا اورېدل د دوی د خبرو کوي چي دوی به انکار نه کوي، څومره چي شونې وي تطبيق به يې پر ظاهر د شريعت کوي په تأويلاتو سره، ځکه د دوی خبري رموز يا اشارات وي، بايد دا ډول خبرو تفويض وعلام الغيوب ذات ته وسي، لکه دا چي شان د متشابهاتو دی، ځکه په خبرو کي د دوی مجازونه او استعارې چي د ظاهر او څرګند مطلب څخه اړول سوي دي او هيڅ شی د دوی مخالفت له شريعت سره نه لري، بلکي همدا مغز د قرآن او حديث دی. رزقنا الله سبحانه بفضله ومنه.

څه وخت چي د همدغه معارفو د ترلاسه کولو لار په القاء او انعکاس کي منحصره سوه، نو له ذکر کوونکو سره يو ځای او يا يوازي ذکر او مراقبه کول، زړه ته يا په واسطه او يا بې له واسطې د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- له مبارکي سينې څخه د همدې انعکاس وړتيا او صلاحيت ورزياتوي،. نو پر همدې بناء الله -جل جلاله- وفرمايل: «فاذکروني أذکرکم»- (تفسير المظهري: ۱ ج / ۱۴۹-۱۵۰ ص).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د