ګهیځ – کيسه ګۍ

لیکوال : محمد اکرام عصمتي

د پسرلي شپه تیره شوه د سهار لمونځ قضا و چې را کېناستلم ناوخته و په بیړه مې خپله دريشي واچوله،مخ مې لوند کړ د ویښتانو ږمنځ مې ورکه وه بس دوه ګوتې مې په ویښتانو کې تیرې کړی منډه مې کړه سره بوټان مې پښو کړي نه و چې د مورجانې آواز مې تر غوږ شو زویه ته روان شوې؟ دا دوه بوسراغې وخوره ته خو په یو شپه ځې په بله را ځې دا مې تاته ساتلې وې د کلی نه د ماما راوړې پسې یې په تندي ښکل کړم او زه هم روان شوم د دروازې قلفک مې کش کړو کوڅې ته چې ووتلم ښه وم دا مې یو له هغو ورځو څخه وګنله چې بې حده پکې په طبعیت راوتلی وم.

د کوڅې سر کې ماشومان هم و،ګاونډیان هم خوبولی خپلو کارونو ته تلل ناڅاپه یو چا غږ وکړو سات چند بجه است؟ ما هم بې واره خپل تور ساعت ته وکتل او ومې ویل شش وبیست پسې خلک را نیږدې شول ماته وایې تو در تلویزیون کار میکونی؟ ما ویل نی مه محصل استم په شین ګهیځ وډاریدم چې دا ولې ؟دا خبره به مې نه وه تکمیل شوې چې دشا د کور ګاونډی روارسید او ورسره ملګری شوم په کیسو کیسو مو دا د نفرت څیرې هیرې شوې،هلکان د ښوونځي په لور ډلې ډلې روان و کیسه مو د پوهنتون کوله چې زه به هم په منې کې فارغیږم لا کیسه پاتې وه چې لوی سړک راورسید او ملګری غیږ پرانیزه مخه ښه مو وکړه د موټرونو شړهار و د کوچنیو موټرو نه مې یو ته اشاره وکړه سپین موټر لا ولاړ نه و چې د شا لخوا مې دومره حس کړه چې چا نیولی یم شاته مې په سختې وکتل ګورم چې دري ځوانان چې نظامې جامې او په لاسونو کې تفنچې او چاقیان ورسره دی د چاقیانو ګوزار راباندې وکړ په رڼا ورځ په دومره ژوندي ښار کې مې د هغې سات لویه هیله دا وه چې یو څوک پسې هې کړی او د جرم پوښتنه ترې وکړي.

کیسه دلته وایې چې خلک د خلکو نه ولاړل نه زما نه. خو هغه پښتو متل دی وایې چې نن پر ما ده سبا پر تا ده دا وه چې زه هم هیچا ځکه روغتون ته نه وړلم چې بوټونه مې ډک و او وینې نورې په مځکه روانې وی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د