
استغفار / لومړۍ برخه
مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)
انسان چې په دنیا او آخرت کې له کومو بد بختیو سره لاس او ګرېوان کیږي لویه وجه یې د انسان خپل ګناهونه دي . که انسان له ګناهونو ځان خلاص کړي هم به په دنیا کې د اطمنان او سکون خاوند وي او هم به یې تر مرګ وروسته نېکمرغي په برخه وي کله چې انسان د خپلو ګناهونو بښنه له الله تعالی وغواړي نو چې خوښه یې شي الله تعالی نه یوازې دا چې بنده ته هغه ګناه بښي بلکه له بنده څخه پدې کار رضا کیږي هم .
د رمضان المبارک مبارکه میاشت ده هره دعاء پکې قبول ته نېږدې وي ټوله میاشت له برکت نه ډکه ده په خاصه توګه د روژه ماتي او د پیشمني وخت خو د دعاء او استغفار لپاره سره زر دی په یو څو برخو کې د خپلو لوستونکو سره د استغفار په فضیلت ، طریقه ، فایدو باندې خبرې کوم پدې هېله چې الله تعالی د زما او ټولو لوستونکو او ټولو مسلمانانو ګناهونه د همدې میاشتې له ختم نه وړاندې ختمې کړي .
استغفار
استغفار عربي ټکى دى معنى يې ده مغفرت غوښتل . د الله تعالی نه د خپلو ګناهونو بښنې غوښتلو ته استغفار ویل کیږي . او مغفرت پټولو ته ویل کیږي او په مغفرت سره هم د بنده ګناهونه پټيږي . الله تعالی يې پټوي او د بنده له کتاب نه يې لرې کوي او ترې پاکوي يې . انسان هر وخت په شپه او ورځ کې ګناهونه کوي که دا ټولې په انسان پسې جمع شي نو د انسان د هلاکت سبب کيږي نو ددې امله يوه د نجات لاره الله تعالی مونږ ته را لېږلې ده چې هغه استغفار او د خپلو ګناهونو بښنه غوښتل دي . اسانه کار دی او زیاتې فایدې لري په استغفار سره
انسان پاکيږي ، ګناهونه ورباندې ختميږي ، درجې ورسره پورته کيږي ، نيکي ورسره زياتيږي ، هغه څوک چې استغفار ډېر وايي اولاد يې نېک وي ، مال يې حلال وي ، په زړه کې به يې اطمنان وي ، په زړه کې به يې سکون وي ، په بدن کې به يې روغتيا وي له بيماريو نه به خلاص وي د استغفار لپاره دا فايدې له هغو آيتونو څخه را معلوميږي چې د استغفار په اړه راغلي دي د مثال په توګه الله تعالی فرمايي :
ترجمه : او (پس له توحيده امر کوم) چې مغفرت وغواړئ له ربه خپله ( د تېرو ګناهونو) بيا رجوع وکړئ الله تعالی ته (په طاعت سره له ګناه نه) چې فايده در رسوي تاسې ته په نفع غوره سره تر هغې نيټې ټاکلې (مقرر کړل) شوې پورې او وربه کړي (الله تعالی) هر خاوند د فضل ته فضل د هغه او که وګرځېدئ تاسې (اې کفارو له اسلامه) نو بېشکه زه وېرېږم پر تاسې له عذابه د ورځې لوئې نه (د قيامت) . (سورة هود آیة ۳)
په بل ځاى کې الله تعالی فرمايي :
ترجمه : او اې قومه زما مغفرت وغواړئ (له شرکه) له رب خپل بيا رجوع وکړئ پر طرف د دغه (الله تعالی په طاعت سره) چې وبه ليږي (الله تعالی له جانبه د) آسمان پر تاسې (باران) اورېدونکى (په شيبو شيبو) او درزيات به کړي الله تعالی تاسې ته قوت پر قوت ستاسې او مخ مه ګرځوئ تاسې (له ايمانه او توبې) حال دا چې ګنهګاران اوسېږئ . (سورة هود آیة ۵۲ )
په بل ځاى کې الله تعالی فرمايي :
ترجمه : او نه دى الله تعالی چې په عذاب کړي دوى حال دا چې ته (اې رسوله) په دوى کې ئې ! او (بل دا چې) نه دى الله تعالی عذابوونکى د دوى حال دا چې دوى مغفرت غواړي . (سورة الانفال آیة ۳۳)
په بل ځاى کې الله تعالی د نوح علیه السلام واقعه نقل کوي چې هغه فرمايل :
ترجمه : نو مې وويل دوى ته بښنه وغواړئ له ربه خپله (له شرکه) بېشکه هغه (الله تعالی) دى ډېر بښونکى (توبه کوونکيو لره هر کله چې توبه وباسي) را وبه ليږي باران پر تاسې باندې ډېر اورېدونکى او در ډېروي کومک به کوي له تاسې سره په مالونو او زامنو سره او وبه ګرځوي تاسې ته باغونه او وبه ګرځوي تاسې ته ويالې . (سورة نوح ایة ۱۲)
او الله تعالی په استغفار باندې په متعددو ځايونو کې امر کړى دى الله تعالی فرمايي :
ترجمه : او مغفرت وغواړه له الله تعالی ، بېشکه چې الله تعالی دى ښه مغفرت کوونکى (د خطياتو) ډېر رحم والا دى (په انعام د اجر او ثواب سره) . (سورة النساء آیة ۱۰۶)
داسې ټول قرآن کریم د استغفار په فضائلو ډک دی همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې ډېر زیات احادیث دي چې مونږ دېته هڅوي چې له الله تعالی نه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړو .
د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې هغه فرمايل الله تعالی فرمايي :
(ترجمه : اې بنې آدمه ته چې زما نه څو پورې دعاء غواړې او ماته تمه کوې نو زه تاته بښنه کوم او پدې زما څه پروا نشته ، اې بني آدمه که ستا ګناهونه د اسمان تر څنډو (وریځې ، یا تر منتها د نظر) پورې ورسیږي (ډېر زیات شي) او بیا ته زما نه بښنه وغواړې نو زه درته بښنه کوم ، ای بنې آدمه که ته ماته لکه دا ټوله دنیا چې ډکه شي دومره ګناهونه راوړې خو بیا لما سره پداسې حالت کې مخامخ شې چې تا لما سره شریک نه وي منلی نو زه به درته لکه دا ټوله دنیا ډکه دومره بښنه درکړم ). (سنن الترمذي)
په بل حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : چا چې درى ځله وويل :
أستغفر الله الذي لا إله إلا هو الحي القيوم و أتوب إليه
نو دده ګناهونه به ورته وبښل شي اګر که دى له جهاد نه تېښته کوونکى هم وي .
په بل حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
يا أيها الناس استغفروا ربكم وتوبوا إليه فإني أستغفر الله وأتوب إليه في كل يوم مئة مرة أو أكثر من مئة مرة.
ترجمه : اې خلکو له خپل رب نه مو بښنه وغواړي او هغه ته توبه وباسئ بېشکه زه د الله تعالی نه بښنه غواړم او هغه ته توبه وباسم په ورځ کې سل ځله او يا له سلو نه هم زيات .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې الله تعالی فرمايي : يَا عِبَادِي، إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا، فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ . (رواه مسلم )
ترجمه : اې زما بندګانو بېشکه تاسې په ورځ او شپه کې خطاء ګانې کوئ او زه ټول ګناهونه بښم نو زما نه بښنه وغواړئ زه به درته بښنه وکوم .
نور بیا ان شاء الله …..