fbpx

نرمه وینا !!

لیکنه : سعید الرحمن

قرآن کریم او احادیث نبویه کې د بحث او تالاش څخه وروسته دا خبره په ښکاره ډول مومو؛ چې الله پاک مونږ نه، بلکې د ټول عالم اسلام بچیانو ته د نرمې وینا، ښائسته خبرې،او د جالبو الفاظو د استعمال امر کوي. چې د ورځني ژوند په هره لمحه کې ملحوظه ونیول شي.

راځئ! چې د الله رب العزت د لارښونو نه خپل ځانونه خبر کړو؛ چې مونږ ښائسته ویناو، نیکو خبرو ته راجلبوي، چې د انسان احساسات زخمي نه کړی شي، او د نورو انسانانو د زړه ماتونې څخه خوندي شي. الله پاک خپل کتاب کې فرمايلې دي:

(( وَ اِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ اُوْلُوا الْقُرْبَی وَ الْیَتَامَی وَالْمَسَاکِیْنَ فَارْزُقُوْهُمْ مِنْهُ وَقُوْلُوْا لَهُمْ قَوْلاً مَعْرُوْفَا ))

په دې آیت کې الله مونږ ته امر کوي، چې هغه خپل خپلوان چې د مړي (میت) په مال کې برخه نه لري، لیکن د میراث د تقسیم پر مهال حاضر شوی دي، یو څه ورکړئ، او که د هیڅ شي د ورکولو اراده نه لرئ، بیا ورته ښائسته، نیکه وینا وکړئ، چې بې احساسه نشي، او د زړه ماتې سبب ونه ګرځي. د اسلام د دین د ستر لارښود وینا ده:

((الْکَلِمَةُ الطَیِّبَةُ صَدَقَةٌ)) چې نیکه وینا چا ته کول هم صدقه ده .

همدارنګه بل ځای الله رب العالمین فرمایلې دي:

((وَ اِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمْ ابْتِغَاءَ رَحْمَةً مِنْ رَبِّکَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلاً مَیْسُوْراً)) .

په دې آیت کې الله خپل پیغمبر ته وایې چې: کله تا ته د غنیمت مالونه راشي، نو خپلو خپلوانو ته یې ورکوه، او که پدغه مهال نه وي، نو عذر ورته د مال د نه شتون وکړه، لیکن په راتلونکې کې ورسره وعده وکړه. همدا شان قرآن مونږ ته د نیکې او په زړه پورې وینا بلنه راکوي، ځکه دا په انسان باندې ډیر اثر کوي، برابره خبره ده که هغه مسلمان وي او که کافر وي.

کله چې الله پاک موسی علیه السلام او د هغه ورور هارون علیه السلام ته امر وکړو، چې فرعون ته ورشئ، دعوت ورته ورکړئ، او د الله د طرف نه ورباندې دلیل اوحجت قائم کړئ:

((اِذْهَبَا اِلَی فِرْعَوْنَ اِنَّهُ طَغَی، فَقُوْلَا لَهُ قَوْلاً لَیِّنَا، لَعَلَّهُ یَتَذَکَّرَ اَوْ یَخْشَی))

نرمې، محبت دا د یو مؤمن مسلمان او بالخصوص د یو داعي د پاره ډیر ارزښتمند دي، چې د دعوت پر مهال ورڅخه پوره ګټه پورته کړي. همدارنګه سلفو صالحینو به د قرآن کریم په دې وصیتونو باندې عمل کولو. امام ابن حجر رحمه الله د انس بن مالک او د قیس بن ثابت ترمینځ د جنګ او جګړې یوه واقعه ذکر کوي، قیس رضی الله عنه د انس رضی الله عنه څخه د عمر په لحاظ مشر وو، نو انس بن مالک رضی الله عنه ورته د جنګ پر مهال وایې: ای تره ! او قیس رضی الله عنه ورته په جواب کې وایې : ای وراره!

دا نرمي ده، محبت دی، او د یو بل عزت دی، مونږ او تاسو باید نرمه وینا د خپل بځان زیور وګرځو. او بل الخصوص د قرآن او سنت داعی ته د دعوت په مقام کې صبر او حوصله پکار ده‎، چې د یو ورور د زیشتې او سپورې وینا په مقابله کې د قوي دیوال په څیر موقف اختیار کړو. او د هغې رد په بالمثل باندی ونه کړو، چې په دې سره دعوتي فرصتونه له مینځه ځی، او تشه (خلا) رامینځ ته کیږی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د