شعـــــرونه

درېغه درېغه

سید احسان الهام

چې غیرت یې په پرلت باندې بدل شو
د دې قوم و امنیت ته دې خدای خیر کړي

چې په سره خولۍ شمله د نیکو پلوري
د دې قوم و حاکمیت ته دې خدای خیر کړي

چې تر دین هم د خپل قوم غم ورته ستر وي
د دې قوم و اسلامیت ته دې خدای خیر کړي

چې د عوت او نه جهاد لیکو کې بریښي
د دې قوم و سالمیت ته دې خدای خیر کړي

که د شپون او لیوه سوله شوه الهامه!
بیا نو دریغه انسانیت ته دې خدای خیر کړي

۱۰ رمضان ۲۰۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x