آيا په ريښتیا هم امريکا له ماتې سره مخ ده؟

لیکوال

ليکوال: منیب الرحمن رحماني

داهغه پوښتنه ده چې کېدی شي دننه او بهر ډېر وګړي د هو ځواب ورکړي،خودلته يو ټکی د ډېرو نه هېر وي چې د امريکا لپاره دلته ماته څه معنا لري؟

څه کم سل کاله مخکې غرب عثماني خلافت ړنګ کړ او نوي هیوداونه یې جوړ کړل،دا هېوادونه په سرحدي او قومي لحاظ داسې ووېشل شول چې هر وخت پکې د يو لوی شر د پېښېدو امکان وي، د ۹ لسيزو وروسته په همدې هیوداونو کې که څه هم ځينې دولتونه همغسې غرب ته متحد پاتې و خو لوي ملتونه تسليم نشول.

په دې هېودانو کې داسې دولتونه جوړ شول چې د غرب غلامی ته یې نور د نه ويلو زړه پيدا کړ،بل لوي تغير چې راغی د اقتصاد،مدنيت او ځواک تلې د غرب نه شرق ته دروند والي شروع کړ،د امريکا اقتصادي او فوځي واکمني یې په شرق حتی په نړی کې وننګوله.

امريکا دا سير او بدلون څارلو او د همدې لپاره دځينې پلانونو سره ساحې ته دننه کېدو او د نويو پروژو د عملي کولو په هڅه کې شوه.

اوس دوی بيا‌ هيوادونه وېشي، داسې یې وېشي چي قومی تناسب پکې متوازن نه وي، جغرافيايي ساحه کې هر هېواد د يوه لېوه په محاصره کې ورکوی او داسې حاکمان ورباندې تپي چې سل کاله نور هم دا هيوادنه پخپلو په مختلفو نومونو سره وخوري او د امريکا راج به همداسې په دنيا چلېدو ته دوام ورکوي.

په دې لوبو او دې پروژو کې ځيني هېوادونه بيا د قربانی د پسه په ډول انتخاب کېږي چې ژوندي مثال يي د نن سوریه د سبا يمن او په تاسف سره بايد ووايم چې زموږ هيواد افغانستان دی.

دا چې زموږ په هيواد کې څه جريان لري مختلفې طبقې ورڅخه مختلف برداشتونه اخلي، ډېری يوازي لنډ د سيمي واقعیتونو باندي بسنه کوي او نړیوالې پېښې لنډ تاريخ، سل کاله مخکې او سل کاله وروسته فکر نه کوي او همدوی بيا نورو ته وايي چې ژور فکر وکړي.

په ۲۱ پېړی کې هيچا کوم هېواد د تل لپاره نه دي اشغال کړي او نه يي د خپلي خاوري برخه ګرځولی، هر اشغال ګر د يو معين وخت لپاره د يو معين هدف لپاره د هغه هيواد ځمکه، هوا، نفوس تر ولکې لاندي راولي او خپل اهداف تعقيبوي.

دوه لسيزو ته نېږدې شو چې امريکا زموږ هيواد اشغال کړي او تل د جنګ د ګټلو وعدې ورکوي، اخوا بيا طالبان وايي چې امريکا مو په کونډو کړې زه لنډ دې بهير ته يوه کتنه کوم چې حالات د چا د خوښې دي او اهدافو ته څوک لنډ شوی.

د امريکا هدف د جنګ دوام او د خپل شتون مشروعیت و او لوي هدف یې بيا افغانستان د سيمي او نړي‌ د قدرتونو ترمنځ د جګړې ميدان جوړول و، په مستقيم ډول ټول لوي قدرتونه يو بل سره جګړه نشي کولی ځکه ددواړو لاسونو کې اتوم بمونه دي او دا دواړه نابود کوي نو دوي د يو بل د ځپلو لپاره دريم هيواد ټاکي.

زما د اټکل او څيړنې له مخې اوسنی حالت د امريکا د پلان مطابق روان دي او هدف ته قدم په قدم رسېدونکې دي، په جګړه یې تلفات د طالبانو په حواله په کال کې د سل هاو په ډول دی او باقی افغان ځواکونه دي مړه کېږي، د افغانستان د جګړې کلنی مصرف ۴۵ ميليارده ډالر دي حال دا چی ددي لويه برخه بيرته دوي د همدي ځايه څخه ترلاسه کوي او دا مصرف ددوي د کلني عوايدو په نسبت هيڅ دی، ددوي کلني عوايد ۱۸زره او ۵۰۰ ميليارده ډالر دي.

د جګړې په ميدان کې دوي نه طالبان ماتې ته پرېږدي نه حکومت، ددې لپاره څو مثالونه وړاندي کوم چې مخکې مې هم څو ځايه ذکر کړی.

په نورمال حالت کې چې د امريکا يو ټانګ والوزي نو هوايي ځواک یې د څو دقيقو په جريان کې ورسیږي، خو قندوز چې سقوط کوي نو ورځی وروسته ورځي او طالب له قندوز څخه اوباسي، همدا کار دوي کله چې طالب قندوز نيولو هم کولي یی شوی او قندوز یې له سقوط څخه ژغورلي شوی.

د فراه خبر هم همغسې ده، کله چې فراه نوره سقوط وه، زندان او مهمې دولتي ادارې د طالبانو لاس ته ورغلي ځانونه يي تجهيز کړل بيا امريکايان ورغلل حال دا چې د حملي په اولو دقيقو کې هم ورتلی شوی.

همداسې په ننګرهار کې څو ځله چې طالب او داعش سره نښتي وي په ډېر لنډ مدت کې همدا د امريکا طياري ورځي او په طالب بمباري کوي خو د قندوز او فراه له سقوط وروسته ورځي.

همداسې دداعش په اړه‌ هم ځواب نه ورکوي په څو ولایتونو کې خلکو په خپلو سترګو هليکوپتر ليدلي چې داعش ته يي وسلي ښکته کړي، د همدي خبری تفصيل روسيې هم له امریکا وغوښت خو هيڅ د اطمینان وړ څه يي وړاندي نه کړل حال دا چی د افغانستان هوا ټوله ‌ددوي په کنترول کې ده او په هرڅه خبر دي.

چين، روسیه، ايران او حتئ پاکستان نور په ښکاره د امريکا د شتون مخالفت کوي او روسي سفير تيره اونی امريکا ته ګوت څنډنه وکړه چې يادې د طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي يا دې سختې جګړې ته تياری ونيسي.

ايران ښکاره وايي چې داعش امريکا له سوريي او عراق څخه افغانستان ته لېږدوي که څه هم ښکاره شواهد نشته خو د امریکا خارجه وزير ايران ته پرون خبرداري ورکړ چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

داسې نه ده چی امريکا په ريښتیا ايران او يا روسيه د طالب له ملاتړ څخه منعه کوي امريکا په دې هڅه کې چې روسيه، ايران او نور ګاونډي هېوادونه په جګړه کې په افغانستان کې ښکېل کړي او ښه يي وځپي، چې دا به زموږ هيواد د لوی ناورين لوري ته بوزي.

اوس پریکړه د ملت ده چې نور راويښ شي د فرعي مسلو او خبرو تیر شي او په سوليز ډول د امريکا وتل وغواړي او د همدی په مقابل کې دې د طالبانو څخه اوربند وغوښتل شي.

ددولت نه‌ ګيله او تمه نه ده پکار هغوي د غلامي په لوړو درجو کې دي او هر وحشت ته يوه توجيه لټوي، نور بايد دا ملت پاڅي او د اشغالګرو ځواکونو ایستل وغواړي که نه هيواد به داسې يو حالت ته دننه شي چي بيا به هريو ددې ناورين څخه خپل دروند نصيب واخلي.

avatar
11 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

مننه رحمانی صاحب ډیر ښه واقعت دی بیان کړی خو اوس کاش داسی څوک پیدا شی چی د بیچاره ولس غږ واوری که ولس څومره وایی چی مونږ جګړه نه غواړو څوک یی خبره نه اوری او س مونږ ولس په وحشت کی ګیر یو او شیطانه امریکا په هیڅ شکل نه غواړی چی زمونږ هیواد کی سوله راشی د لعنتی امریکا هدف همدا دی چی اسلامی هیوادونه وزپل شی او له میځه لاړی شی. دادی زمونږ هیواد یی یوه ښکاره بیلګه ده نیم هیواد امارت اداره کوی او نیم هیواد د امریکا ګوډاګی او غلام دولت که چیری دغه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

[[ ایا امریکا په رښتیا هم د ماتی سره مخ ده ]] هو، هو، هو …………. امریکا په رښتیا هم د ماتی سره مخ ده !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!۱ امریکا د ویتنام تر ماتی هم زیاته د شرمیدلو ماتو سره مخ ده ، هغه وخت چه امریکا په ویتنام کی د ماتو سره مخ کیدله ځوان شوروی اتحاد د ویتنامیانو ملاتړی وو ، مګر اوس چه امریکا په افغانستان کی د شرمیدلو ماتو سره مخ کیږی شوروی اتحاد له منځه تللی او د شوروی اتحاد وارثین ( روسان ) هم د امریکایانو سره د اسلامی امارت د ړنګولو د پاره ملتیا لرله لوژیستکی… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

پښتو کی متل دی وایی چه ګوړه ګوړه وایه خوله به د خواږه وی.د امریکا ماتیدل د پنجاب په لاس د ډیره مشکله ده،هسی مه ځانونه په مړه کوی ام مه عام ولس قتل کوی،امریکا په نیمه خوله ووځی،خو په د شرط چه د امریکا اطمینان حاصل شی چه افغانستان بیا د تروریستانو ځاله جوړه نه شی.هیڅ افغان بیا په افغانستان کی د دنیا بد معاشان تروریستان نه غواړی

غوربندی
میلمه
غوربندی

ځدرانه

ته هم ډالر ډالر یادوه تر څو مو د طالب په مبارک لاس له غاړې څخه د امریکاینو د غلامۍ طوق لیرې کړل شي.

اقبال
میلمه
اقبال

که تاسی د سپټمبر یوولسمه په انلاین کی ولیکی بی شمیره لیکنی او تبصری به ولولی چه هغه فاجعه ( د امریکا دننه د نظم نوین جهانی صلیبیانو او یهودانو ) له خوا د اسلامی مقاومتو د ځپلو او د هغه اسلامی نظام د مخنیوی د پاره (چه افغانستان او منځنی ختیز کی یی احتمالات وو ) تر سره شوه د نظم نوین جهانی مافیه ته د امریکا بار دننه غریب یو شی دی صرف دومره توپیر هغو هیوادو کی چه دوی یی دعوی لری یعنی خپل هیوادونه یی ګڼی خلک قانونی او په نورو هیوادو کی مظلوم بشریت د… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

نډيوالانو سلام علیکم او ښه روزه درته غواړم ! زه به یې بډه بوله درته ووایمه ! امریکا داسې دی لکه د مردارې سپی چېرې چي مرداره وي نو هلته دغه سپي پرې راټولیږي ! په ټوله نړۍ کې امریکا ۸۰۰ نظامي اډې لري او دا ټولې هلته دي چې په نږدې کې یې نفت او ګاز وجود ولري ! امریکا په ویتنام کې داسې ماتې وخوړه او په ککړ پرتوګ وتښتېده ! په افغانستان کې ظالمې امریکا و نشوی کولی چې اقتصادي او کاري نظام برابر کړي ، دوی په خپلو کوبایې اخلاقو افغانستان ته بیخي ډيرې پيسې ورکړې… نور لوستل »

منيب الرحمان رحماني
میلمه
منيب الرحمان رحماني

له تاسې ټولو ښاغلو عبدالولي فهيم،ځدران او بیانزی صيب څخه نړي مننه،ډيو خپلواک،ارام او متمدن افغانستان په هيله.

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

سلام علیکم. فسیرو فی الارض فانظرو کیف کان عاقبة المکذبین. ارض یا مځکه او آبادی او ښار او ملک په دوه ډوله تعبیر کېدای شی، لومړی همدغه فزیکی حالت دوهم د تواریخ په ښار یا ښارونو کی سیر او سیاحت هر بشر د تواریخ په ښارونو کی لږ او ډېر ( د لوستنی یا اورېدنی) له لیاری سفر کړیدی. د مرقوم او مکتوب تواریخ په هر مخ کی دا ټکی او دا مطلب ثبت دی چه فلان اشخاص او فلان افکار او فلان امپراطورۍ تر یو محدودی خرمستۍ وروسته د تاریخ کندی ته ور ګېل شویدی خصوصاً هغه امپراطوریانی په… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

دلوی الله په سپيڅلي نوم. هغه کسان چې وايي دګوډاګي رژيم دی او دا پيستانکی حکومت ده، زه دوی ته وايم چې تر څو به دا ټاپې د افغانستان په حکومت لګوی؟؟. کوم حکومت تاسې اوس غواړی؟نجيب هم ډا نارې وهلې چې يا راسې کشينو او يا د پنجاب منافقت ته ځان ټينګ کری او همداسې وشول.طالب چې نارې وهي چې تر څو امريکا وي موږ سوله نه غواړو په داسې حال کې چې امريکا ۷۵ ٪ پوج له افغانستان نه بهر کړه، خو طالب ## په خپلو اسلامي احکامو هم ونۀ دريدل او بربریت ته اوږه ورکړه چې نه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

څوک چې مفته ډوډۍ خوري د هغه مازغه منجمده پاته کیږي او قضاوت یې ډیر محدود وي : / امریکایانو چې ۷۵٪ خپل عسکر و ایستل خو ۷۵٪ یې د ګوډاګي رژیم لپاره نور غلامان په دالرو واخیستل چې معاشونه یې د امریکا ددولت له عسکري بوجه څخه ورکول کيږي !! څوک چې اقتصادي اړ او محاصره وي هغوی ازادي نلري ، د دالري بادار غلامي به کوي ! / هر افغان چې لیکل او لوستل یې زده وي باید پر دې پوه شي چې که یو قام ، دولت او کورنۍ په پردي اقتصاد او پیسو ولاړ وي هغوی… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

اللہ ج امریکا تباکڑی

fulad
میلمه
fulad

آفرین پتنګ صیب