
آی پي ایل: د راشد خان اتلتوب یې لوبډله پایلوبې ته وویستله
نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د افغانستان غوره توپ اچونکي «راشد خان» اتلتوب یې لوبډله پایلوبې ته وویستله.
راشد خان د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لپاره نن خپله پوره وړتیا وښودله، چې په توپوهنه کې یې هم د لوبډلې لپاره په ښه هدف ټاکلو کې چټکې منډې جوړې کړې، او ورپسې یې په توپ اچونه کې هم خپل اتلتوب وښود او ۳ مهمې ویکټې یې واخیستې.
نوموړي په ننۍ لوبه کې په داسې وخت کې د لوبډلې لپاره ۳۴ چټکې منډې جوړې کړې چې توپوهونکي یې ناکام شوي وو، راشد زیاتې منډې په کمو ۱۰ توپونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو پر مټ جوړې کړې، همدا ډول یې په توپوهنه کې ۳ مهم لوبغاړي په داسې وخت کې وسوځول چې مخالف لوبډلې په چټکۍ سره منډې جوړولې.
راشد خان لومړی روبین اتاپا چې د کلکتې یو له غوره لوبغاړو څخه دی بولډ اوټ کړ، ورپسې یې کریس لاین چې چټکې ۴۸ منډې یې جوړې کړې وې وسوځاوه، دده درېیمه ویکټه چې د لوبډلې لپاره یې د بریا معنا ورکوله انډري رسل وو چې هغه یې هم وسوځاوه او لوبه یې پخپل واک کې کړه.
سربېره پر دې راشد خان لکه څنګه چې له تېرې ډېرې مودې راهیسي په ډګر ساتنه کې ښه ځلیږي، نن هم دوه مهم کیچونه واخیستل او یو لوبغاړی یې رن اوټ کړ.
په ننۍ لوبه کې لومړی د راشد لوبډلې توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې ۱۷۴ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ساها ۳۵، شیکر دهاون او راشد خان ۳۴-۳۴ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د کلکتې لوبډلې د سنیل ناراین او کریس لاین په مرسته چټک پېل وکړ، خو وروسته یې د راشد خان تاوونکو او ګوګلي توپونو مخه ونشوه نیولی، چې په پای کې یې په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. په توپ اچونه کې راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې ۱۹ کمې منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
په همدې اساس د راشد خان لوبډلې کلکتې لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله، چې د دهوني لوبډلې پر وړاندې به د راتلونکې یکشنبې په ورځ لوبیږي.
راشد خان د ننۍ مهمې سیالۍ اتل او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.