د ډیویلیئرز هغه ریکارډونه چې په راتلونکې نیږدې کې یې ماتول ناشونې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ غبرکولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ په نړۍ کې مشهور ستوری او د سویلي افریقا لوبډلې تکړه توپوهونکی  ای بي ډیویلیئرز پخپل کیریئر کې درې داسې ریکارډونه لري چې په راتلونکې نیږدې کې يې ماتول ناشوني بریښي.

ډیویلیئرز چې په توپوهنه کې یې د کرېکټ نړۍ ته نوی روح وربخښلی و، وړمه (۲۳ مۍ چهارشنبې) ورځ د هر ډوله کرېکټ سره په حیرانونکي ډول مخه ښه وکړه، چې د یو شمېر مینوالو زړونه یې مات کړل.

نوموړی چې په (۳۶۰) مشهور دی پخپل ۱۴ کلن کیریئر کې یو شمېر ریکارډونه پخپل نوم کړل، خوهغه درې ریکارډونه چې ماتول یې ناشوني بریښي په لاندې ډول دي:

لومړی: ۴ سلیزې چې له شپیتو نه په کمو توپونو یې وهلي: ډیویلیئرز په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی لوبغاړی دی چې له شپیتو څخه په کمو توپونو یې ډېرې ۴ سلیزې وهلې دي، په دغه لیست کې د پاکستان شاهد افریدي له ۶۰ څخه په کمو توپونو ۳ او د سرېلنکا تکړه لوبغاړي سنت جیسوریا ۲ سلیزې لري.

دغه ریکارډ ماتول په راتلونکې نیږدې کې ځکه ناشوني بریښي چې په لیست کې په دویم نمبر شاهد افريدي او ورپسې جیسوریا دی، او دغه دواړو لوبغاړو له نړیوال کرېکټ سره پخوا مخه ښه کړې ده، چې اوسني نوي لوبغاړي ته دغه ریکارډ په کمو توپونو ناشونې بریښي.

دویم: په کمو منډو سلیزه: ډیویلیئرز په یو ورځنیو سیالیو کې په کمو (۳۱) منډو د سلیزې جوړولو ریکارډ لري، نوموړي د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې د ۱۶ اسمان څکو شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله، چې ټولې په ۴۴ توپونو یې ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې ډیویلیئرز په ۳۹م اور کې توپوهنې ته راغی چې په چټکۍ سره یې ډیرې منډې جوړې کړې، نوموړي په لومړي ۱۶ توپونو نیمه سلیزه، او په وروستي ۱۵ توپونو نورې پنځوس منډې جوړې کړې چې په ۳۱ توپونو یې سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ.

د چټکې سلیزې لومړی ریکارډ له شاهد افریدي سره و چې په ۱۹۹۶م کې يې د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې جوړ کړی و او ۱۷ کاله یې دوام وکړ، له هغه وروسته د نیوزېلنډ آلراونډر کوري انډرسن په همدومره توپونو دغه ریکارډ پخپل نوم کړ، چې وروسته ډیویلیئرز د اتل په څېر په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله، نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ او تکړه توپوهونکو ته یې ریکارډ ماتول سخت کړ.

دغه ریکارډ ماتول ځکه ناشونې بریښي چې د شاهد افریدي ۳۷ توپونو ریکارډ ۱۷ کاله ونېول، نو د ۳۱ توپونو ریکارډ به څومره وخت ونیسي؟

درېیم: په کمو توپونو ۱۵۰ منډې جوړول: د ډیویلیئرز درېیم نه ماتېدونکی ریکارډ په ۶۴ توپونو ۱۵۰ منډې جوړول دي، نوموړي دغه ریکارډ د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۲۰۱۵م یو ورځني نړیوال جام کې جوړ کړ، چې لومړی یې په ۵۲ توپونو سلیزه ووهله، او په وروستي ۱۲ توپونو یې نورې ۵۰ منډې جوړې کړې، چې ۱۵۰ منډې یې په ۶۴ توپونو، او ټولې ۱۶۲ منډې يې په ۶۶ توپونو جوړې کړې.

په دغه ریکارډ جوړولو کې ډيویلیئرز ۱۷ څلوریزې او ۸ شپږیزې ووهلې، چې تر دې دمه یوازې ۵ لوبغاړي له ۱۰۰ نه په کمو منډو د ۱۵۰ چټکو منډو ریکارډ، چې د ډیویلیئرز ریکارډ ماتول یې ترمنځ ناشونې ښکاري.

سربېره پر دې ډیویلیئرز په یو ورځنۍ سیالیو کې د چټکې نیمه سلیزې (په ۱۶ توپونو) ریکارډ هم پخپل نوم لري، خو دغه ریکارډ ماتول ناشونې نه خو سخت بریښي، همدا ډول یې په ټیسټ سیالیو کې د منډو ۵۰.۶۶ او په یو ورځنۍ لوبو کې د ۵۳.۵۰ غوره اوسط درلود.