fbpx

ټنډولکر: راشد خان د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی

نن تکی اسیا (شنبه، ۵ غبرګولى، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ باچاه او د هندوستان کرېکټ لوبډلې مشهور توپوهونکي سچن ټنډولکر ویلي چې راشد خان د نړۍ تر ټولو غوره سوکه توپ اچونکی دی.

د کرېکټ مشهورې او افسانوي څیرې د ټویټر په ټولنیزه شبکه پخپله پاڼه لیکلي: «هر وخت مې احساس کاوه چې راشد خان یو ښه توپ اچونکی دی، خو اوس په دې کې هیڅ متردد او زړه نازړه نه یم چې ووایم هغه په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره سوکه توپ اچونکی دی».

هغه په دغه ټویټ کې زیاته کړې چې: «په یاد ولرئ! هغه یو ښه توپوهونکی هم دی».

سچن ټنډولکر دغه ټویټ په داسې وخت کې وکړ چې راشد خان د هند په سوداګریزو سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې خپلې لوبډلې «سنرایزز حیدر اباد» ته په یوازې ځان بریا ورکړه او لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.

نوموړي په دغه لوبه کې د ښه توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم ځانګړی کمال وکړ، چې خپله لوبډله یې له کم هدف څخه مناسب او لوړ هدف ته ورسوله، او همدا ډول یې لوبډله وتوانېدله چې د ۱۳ منډو په توپير لوبه وګټي او پایلوبې ته لار ومومي.

راشد خان په دغه لوبه کې لومړی په ۱۰ توپونو، په نیږدې ۳۴۰ سټرایک ریټ سره ۳۴ چټکې منډې د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته جوړې کړې، سربېره پر دې یې ۳ مهمې ویکټې واخیستې، ۲ یې کیچونه او یو یې رن اوټ کړ.

د یادونې وړ ده چې نوموړی ددغې مهمې لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، چې وروسته په خبرو کې راشد خان دغه جایزه د جلال اباد کرېکټ لوبغالي قربانیانو ته ډالۍ کړه.

لاندې د سچن ټنډولکر ټویټ وګورئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د