fbpx

د نوکیا نوی ځیرک مبایل بازار ته له وړاندې کولو سره سم ټول وپلورل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ غبرګولى، ۱۳۹۷ل): د نوکیا کمپنۍ نوی ځیرک مبایل «ایکس ۶» په چین کې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی و چې ټول مبایلونه د «لس ثانیو» په موده کې وپلورل شول.

د نوکیا کمپنۍ لخوا په شوي اعلان کې ویل شوي چې دوی خپل نوی ځیرک مبایل بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړی و چې په زرګونو مبایلونه د لسو ثانیو په موده کې خرڅ کړل شو.

د نوکیا لخوا دا نه دي ویل شوي چې څومره مبایلونه په دومره لنډه موده کې پلورل شوي خو ددوی په وینا چې څومره مبایلونه یې په لومړي ځل بازار ته وړاندې کړل ټول وپلورل شول، خو په دې کې هغه شمېر هم موجود دی چا چې د انترنیت له لارې د مبایل اخیستلو لپاره له وړاندې بکنګ کړی و.

نوکیا کمپنۍ دا ادعا په داسې وخت کې کوي چې په دومره چټک شمېر کې تر دې دمه د آیفون او سامسنګ ځیرک مبایلونه چې په ځیرک مبایلونو کې ځانګړی نوم او شهرت لري، هم نه دي پلورل شوي.

ځانګړتیاوې:

د نوکیا ایکس سکس ځیرک مبایل ۵.۸ انچه بیزل لیس ډیسپلی لري، چې د آیفون ایکس په څیر په شیشه یې نوچ ورکړل شوی دی، او همدا ډول ۱۰۸۰-۲۲۸۰ ریزولوشن لري.

همدا ډول د اسنیپ ډراګون غوره ۶۳۶ پراسیسر لري، ۴ او ۶ جي بي ریم، ۳۲ او ۶۴ جي بي حافظه لري او تر ۲۵۶ جي بي میموري کارت اخیستلو وړتیا لري.

همدا ډول شا خواته دوه کامرې لري چې یوه یې ۱۶ او بله یې ۵ میګا پېکسله ده، همدا ډول د سیلفي کامره یې ۱۶ میګا پېکسله ده، چې په نویو ځانګړتیاو بشپړه ده او د ۳۰۶۰ ملي امپیره mAh بیترۍ لري.

ددې مبایل بیه لکه د سامسنګ یا آیفون په څېر لوړه نه ده، په لومړي ځل چین کې دغه مبایل په ۲۰۰ ډالره وړاندې شوی و چې د ډېر خرڅ یو لامل یې مناسبه بیه هم لیدل کیږي، خو تر دې دمه په نورو هېوادونو کې ددې د بیې اعلان لا نه دی شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د