د اروپايی ټولني سفیر: د ټاکنو لپاره د تیاریو روان بهیر ناقانونه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل):  په کابل کې د اروپايي ټولني استازی، وایې د ټاکنو په روان بهیر کې پراخې ستونزې شته چې له امله یې دا بهیر ناقانونه ګڼل کیږي.

د یادي ټولني سفیر پیري میاودون ویلي چې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی او د باوري ټاکنو لپاره باید لا ډېر بدلونونه رامنځ ته سي.

نوموړي زیاته کړې، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون تر حد زیات کمرنګه دی او د دې ستونزې عمده لامل، یوازي د امنیت نشتوالی نه ، بلکې ګڼې نورې داسې ستونزې هم دي، چې ثابتوي اوسنی بهیر سم نه دی روان او باید دغه ستونزه ژر تر ژره حل سي.

باید وویل شي چې د نوموړي سفیر څرګندوني په داسی وخت کې خپریږي چي نن شنبه د غبرګولی ۵، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې بهير رسماً پیل کړ.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو کمېسيون پخوانی رئيس نجيب الله احمدزي تور لګولی چې د ټاکنو کمېسيون د نوم ثبتونې غلطې شمېرې خپروي.

نجيب الله احمدزی وايي، د ټاکنو د کمېسيون له لوري اعلان شوي شمېرې ناسمې دي او تر اوسه ډېرو کمو خلکو نوم ليکنه کړې ده.

د احمدزي په خبره، تر دې دمه په 17 ولايتونو کې چې نيمې افغانستان کېږي يواځې 400 زره کسانو نوم ليکنه کړې چې دا ډيره کمه شمېره ده.

نوموړی زیاتوي، د ټاکنو کمېسيون له تخنيکي اړخه ناکام دی او که د نوم ثبتونې پروسه همداسې پڅه روانه وي نو نيم افغانان به له ټاکنو بې برخې پاتې شي.

شاوخوا درې ورځې مخکې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا هم ويلي و چې د ټاکنو کمېسيون د ثبت شويو رايه ورکوونکو ناسمې شمېرې خپروي.

د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي، حکومت او امریکا غواړي په راتلونکي پارلمان کې داسې کسان ولري، چې هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر غني له بریالي کېدو سره مرسته وکړای شي او هم د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د