ولسي جرګه: د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکونکو رښتینې شمېره نه خپروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنو کمیسیون پر دې تورن کړ، چې د نوم لیکونکو رشتینې شمېره نه په ډاګه کوي.

دوی د ټاکنو کمیسیون له لوري وخت پر وخت خپاره شوي ارقام ناسم بولي او وايي د نوم لیکونکو اصلي شمېره تر دې ډېره ټيټه ده.

د وکیلانو په وینا روان بهیر دا نه شي تضمینولی چې ټاکنې به شفافې ترسره شي، بلکې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په څېر به دا هم له بحراني وضعیت سره مخ شي.

د ولسي جرګې غړو دا هم وویل چې د ټاکنو کمیسیون باید د نوم لیکنې موده نوره هم وغځوي، نوماندانو ته د نوم ثبتونې وخت دې هم ډېر کړي او امنیتي مسؤلین باید دې ته اړ کړي چې د ټاکنیزو مرکزونو خوندیتوب ته ډېر پام وکړي.

نن د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې پروسه رسماً پیل شوه، چې د روانې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبرې غونډه کې پر دې ټینګار وکړ، چې ټاکنې به شفافي ترسره کېږي.

د ټاکنو کمیسیون د طرزالعمل مطابق د پالماني څوکۍ لپاره د نوماند عمر باید تر ۲۵ کاله ښکته نه وي، د زده کړو اسناد ولري او د ملاتړ کوونکو ۱۰۰۰ سټېکر شوې تذکرې او د ګوتو نښانونه له ځان سره ولري.

د ولسوالیو د شوراګانو د غړیتوب لپاره نوماندان باید د ولسوالۍ نفوس ته په کتو د ۱۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ ملاتړ لرونکې سټیکر شوې تذکرې او د ګوتو نښانونه او همدارنګه د دوولسم ټولګي اسناد ولري.

دا په داسې حال کې دی چې ولسي جرګې په ګڼو ولسوالیو کې د نوم لیکونکو شمېر په نشت حساب کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د