افغانستان

د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د راروانو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ نن رسماُ پیل شوه.

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د نوماندانو د نوم لیکنې د پرانیستې اړوند وویل، دوی ټینګار کوي چې ټاکنې به شفافي ترسره کېږي.

که څه هم ګڼ بنسټونه په ټاکنیز کمیسیون کې د حکومت د مداخلې شکایتونه کوي، خو هغه وویل دوی هیچاته پخپلو چارو کې د مداخلې حق نه ورکوي.

را روانې ټاکنې چې ټاکل شوې د تلې په ۲۸مه به ترسره شي، د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ به يې د روانې میاشتې تر ۲۲مې وغځېږي.

ولسي جرګې د نوم لیکنې لپاره دا موده کافي نه بولي او له کمیسیونه يې غوښتي چې هم د رایه ورکونکو لپاره او هم د نوماندانو د نوم ثبتونې لپاره موده نوره هم وغځوي.

د ټاکنو کمیسیون د طرزالعمل مطابق د پالماني څوکۍ لپاره د نوماند عمر باید تر ۲۵ کاله ښکته نه وي، د زده کړو اسناد ولري او د ملاتړ کوونکو ۱۰۰۰ سټېکر شوې تذکرې او د ګوتو نښانونه له ځان سره ولري.

د ولسوالیو د شوراګانو د غړیتوب لپاره نوماندان باید د ولسوالۍ نفوس ته په کتو د ۱۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ ملاتړ لرونکې سټیکر شوې تذکرې او د ګوتو نښانونه او همدارنګه د دوولسم ټولګي اسناد ولري.

دا په داسې حال کې دی چې اروپايي ټولنې پرون وویل، دوی ته د ټاکنو روانه پروسه هیڅ د منلو نه ده.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پيري میاودون وايي، د ټاکنو لپاره روانه پروسه سمه نه ده، په خبره يې دا وضعیت ژر بدلون ته اړتیا لري او دوی ته د منلو وړ نه دی.

د هغه له څرګندونو ښکاري چې د ټاکنو کمیسیون هم خپل مسؤلیت سم نه دی ترسره کړی، د ده په وینا د نوم لیکنې پر وړاندې نا امني یو ګواښ دی، خو په خبره يې باید د ټاکنو کمیسیون هم خپل مسؤلیت ښه ترسره کړي.

میاودون د مرستې د پرې کېدو خبره ونه کړه، خو ټينګار يې وکړ چې دا وضعیت باید ژر بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x