د اروپا اتلانو لیګ په پایلوبه کې رونالډو او محمد صلاح نن شپه مخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه به نن شپه د نړۍ مشهور ستوري کریستیانو رونالډو او تکړه مسلمان لوبغاړي محمد صلاح لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

دغه سیالۍ چې یوه تاریخي سیالۍ بلل کیږي او د نړۍ دوه تکړه لوبغاړي د یوه بل پر وړاندې دي، د هسپانوي کلب ریال مدرید او د انګلستان کلب لیورپول لوبډلو ترمنځ نن شپه په ۱۱:۱۵ بجې د افغانستان پر وخت پېلیږي.

محمد صلاح مصری مسلمان لوبغاړی دی او د فوټبال په اوسني دور کي یې چټک پر مختګ کړی دی، نوموړی اوس مهال د مصر هېواد ملي لوبډلې او د لېورپول په انګلستاني کلب کې لوبې کوي، چې اوسمهال یې خپله لوبډله د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته ورسوله.

نوموړي په تېره نیږدې کې یو شمېر نړیوال ریکارډونه پخپل نوم کړل، او د لوبډلې په پایلوبې رسولو کې يې مهمه ونډه واخیسته، چې د نړۍ په هر ځای کې یې مسلمان او غیر مسلمان مینوال موندلي چې د میسي او رونالډو ترڅنګ اوس ځانګړی محبوبیت لري.

د یوې سروی له مخې څو څو ځل وښودل شوه چې په ننۍ سیالۍ کې به محمد صلاح د پرتګال لوبډلې نړیوال ستوري کریستیانو رونالډو ته ماتې ورکوي، خو دغه اټکل به له لوبې ورسته څرګندیږي.

همدا ډول کریستیانو رونالډو د اروپا اتلانو لیګ په سیالیو کې ځانګړی ریکارډ لري، له ده یو ځل بیا تمه کیږي چې د اروپا اتلانو لیګ اتلولي د هسپانوي کلب ریال میدرید په نامه کړي.

که له یوه اړخه په دغه لوبه کې د ریال مدرید لوبډله کریستیانو رونالډو، ایسکو، ګیرات بیل، کریم بینزیما، مارسیلو او راموس او تکړه ګول ساتونکی ناواس په څېر تکړه لوبغاړي لري، خو له بل اړخه د لیورپول لوبډله د محمد صلاح، سعديو مانع، روبیرتو فرمینو، جیمس میلنر او تکړه ګول ساتونکی لوریس کاریوس په څېر تکړه لوبغاړي لري.

د یادونې وړ ده چې ریال مدرید په ننۍ بریا سره درې پرلپسې اروپا اتلولي وګټي، چې لیورپول وروستي ځل دغه اتلولي په ۲۰۰۵م کال کې ګټلې وه.