د غني د زرګونو ژمنه شویو ښوونځيو له ډلې د یوه هم کار نه دی پیل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني چې د ژمنو په ماتولو کې نوم لري، د یوې بلې کړې ژمنې د ترسره کولو لپاره يې هم هیڅ حرکت نه تر سترګو کېږي.

نوموړي د روان لمریز کال په پیل کې دغه کال د «پوهې کال» ونوماوه او پخپل ځانګړي جذباتي انداز يې وویل، په دې کال کې به ۶زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

له یادې ژمنې څو ورځې وروسته، د برېښنايي تذکرو ناندریو زور واخیست، ورپسې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه او روان امنیتي وضعیت هغه څه و، چې ډاکټر غني ته يې دا زړه ورکړ، چې ولس د ده ژمنې هېرې کړې دي.

د پوهنې وزارت مسؤلین وايي دوی د دې ښوونځيو د ودانیو د لګښت لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د پوهنې وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل وايي، په اوس وخت کې د فعاله ښوونځيو له ډلې ۴۵ سلنه يې ودانۍ نه لري.

ارګ تر اوسه د دې کړې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دوو میاشتو په تېرېدو حتی د یوه ښوونځي د ودانۍ ډبره اېښودل شوې ده.

یاده دې وي ډاکټر غني په ټاکنیزو منډو ترړو کې هم ژمنه کړې وه، چې نوموړی به د پوهنې په برخه کې بدلونونه رامنځته کړې او په اقتصادي برخه کې خو به حتی د هر کور په دسترخوان کې بدلون راولي.

د شنونکو په باور په پورته ناکامیو سربېره د امنیت په برخه کې پاتې راتلل، بل هغه څه دي چې پر ګډ حکومت يې ولسي بارو تر صفر ښکته کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د