افغانستان

د هرات استازیو پر برېښنا وزیر لګول شوی بنديز غندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د هرات استازي وايي، د ډاکټر غني له لوري د اوبو او برېښنا وزارت پر وزیر لګیدلی بندیز یو سپکاوی دی.

تېره پنجشنبه د هرات یوه وکیل پخپله فیسبوک پاڼه ولیکل، چې په هوايي ډګر کې د ده پر وړاندې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د هرات له سفره را وګرځول شو.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې غړي محمد سرور عثماني فراهي وویل، د کابینې له یو وزیر سره د ولسمشر دا ډول چلند دوی اندېښمن کړي دي.

د ده په وینا دا د ملي ګټو ضد حرکت دی او ولسمشر په لوی لاس تفرقه اچونې ته لمن وهي.

یو بل غړي غلام فاروق مجروح وویل، هرات او بلخ ته د اوبو او برېښنا وزیر د سفر مخنیوی د ده په وینا پر څلور میلیونه هراتیانو منفي غېزه کړې.

هغه وویل که یاد وزیر کوم جرم کړی وي، باید رسماً يې دوسیه وڅېړل شي، کنه له علت پرته پرې بندیز لګولی ورته د زغم وړ نه دی، په خبره يې عثماني په کابینه کې د هرات استازی دی.

علي احمد عثماني، د ټاپي پروژې د پرانیستې پر مهال هم ګیله کړې وه، چې مراسمو ته يې ارګ د ورتګ مخه ونیوله، هغه وویل په وزارت کې يې ډېری هغه قراردادونه چې ده د فساد له امله نه لاسلیکول د ده په نه موجودیت کې يې پر مرستیال لاسلیک کړل شوي دي.

ارګ کې ګلخانې ماڼۍ د ډاکټر غني او د کابینې د دې وزیر تر منځ د کړکېچنو اړیکو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x