
استغفار (دوهمه برخه)
مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)
په تېر پسې …
د رمضان مبارکې ورځې دي هره دعاء پکې ډېره قبول ته نېږدې وي پدې امید چې زمونږ استغفار به هم الله تعالی په خپل در کې قبول کړي په تېره برخه کې مو د استغفار د فضیلت په اړه یوڅو آیتونه او احادیث ذکر کړي وو په تېر پسې …
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
من لزم الاستغفار جعل الله له من كل هم فرجا، ومن كل ضيق مخرجا، ورزقه من حيث لا يحتسب .
ترجمه : څوک چې هر وخت استغفار وايي الله تعالی به يې دهر غم په ځاى خوشحالي ورکړي ا و له هري تنګي نه به ازادي ورکړي او له داسې لوري به ورته رزق ورکړي چې دده ګمان به نه وي .
نکته : که اسبابو او ژوند وفا وکوله وروسته به د استغفار په الفاظو هم بحث وکوو خو دلته په لنډه طریقه سره وایم چې کوم بنده استغفار ویل غواړي نو صرف دا هم استغفار دی چې ووایی (اَسْتَغْفِرُ اللهَ ) یعنی زه له الله تعالی نه بښنه غواړم یا ووایی (رَبِّ اغْفِرْ لِي) یعنی ربه ماته بښنه وکوه نور الفاظ وروسته راځي ان شاء الله
د حضرت زبير رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل :
مَنْ أَحَبَّ أَنْ تَسُرَّهُ صَحِيفَتُهُ فَلْيُكْثِرْ فِيهَا مِنَ الاسْتِغْفَار.
ترجمه : د چا چې دا خوښيږي چې دى کله خپله عملنامه وګوري نو ورباندې خوشحال شي نو کوښښ د وکوي چې په خپله عملنامه کې استغفار ډېر کړي (استغفار د ډېر ووایي) .
د حضرت عبد الله بن بسر رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل :
طُوبَى لِمَنْ وَجَدَ فِي صَحِيْفَتِهِ اسْتِغْفَاراً كَثِيراً. (رواه ابن ماجة )
ترجمه : خوشحالي به وي د هغه چا لپاره چې په خپله عملنامه کې استغفار ډېر پيدا کړي .
له بله پلوه استغفار د انبياوو طريقه ده لکه کله چې حضرت آدم علیه السلام او حضرت حواء علیهما السلام په خپله تېروتنه باندې پوه شول نو تر هرڅه د مخه يې د الله تعالی لور ته په استغفار سره مخه کړه او ويې فرمايل :
قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿23﴾ . (سورة الاعراف)
ترجمه : نو وويل دواړو (يعني) آدم او حواء اې ربه زمونږ ظلم کړى دى مونږ پر نفسونو (ځانونو) خپلو او که مغفرت ونه کړې ته مونږ ته او رحمت (مهرباني) ونه کړې ته پر مونږ نو خامخا شو به مونږ له زيانکارانو .
حضرت نوح علیه السلام هم استغفار ویل فرمایل یې :
رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا ﴿28﴾ . (سورة نوح)
ترجمه : اې ربه زما وبښه ما او مور پلار زما او هغه څوک چې ننوزي کور بېړۍ مسجد زما ته حال دا چې ايمان لرونکى وي او (وبښه) ټول ايمان لرونکي نارينه او ټولې ايمان لرونکې ښځې اومه زياتوه (اې زما پروردګاره) ظالمانو (کافرانو) لره مګر خو بربادي هلاکت (لکه چې هغوى هلاک شول) .
حضرت موسى علیه السلام هم استغفار ویل فرمایل یې :
رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿16﴾. (سورة القصص)
ترجمه : اې ربه زما بېشکه زه چې يم ظلم مې کړى دى په نفس خپل (په قتل د دغه قبطي سره) پس مغفرت کړه ماته پس مغفرت وکړ (الله تعالی) دغه (موسى) ته بېشکه چې (الله تعالی) هم دى دى خامخا ښه بښونکى د (خطياتو) ډېر رحم واله دى (په انعام د اجر او ثواب سره) .
حضرت شعيب علیه السلام خپل قوم ته ويل چې دوی د استغفار ووایي فرمایل یې : : وَاسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ ﴿90﴾. (سورة هود)
ترجمه : او مغفرت وغواړئ تاسې له رب خپل (په راوړلو د ايمان سره) بيا رجوع وکړئ تاسې په طرف د ده (په خصوص او خلوص د عبادت سره) بېشکه رب زما ډېر مهربان لوى محبت واله دى .
همدارنګه هر پيغمبر به خپل قوم ته ويل چې استغفار وکوئ د الله تعالی نه بښنه وغواړئ ترڅو درباندې رحم وشي ترڅو الله تعالی درسره دوستي وکوي ترڅو الله تعالی ته ګران شئ حضرت نوح علیه السلام خپل قوم ته ويل چې استغفار وکوئ چې الله تعالی درباندې باران نازل کړي او رحمتونه درباندې نازل شي ددې امله علماء کرام فرمایی چې استغفار د هر ډول نعمتونو جلب کوونکی عمل دی .
ددې امله به چې پخوانیو علماوو ته چا وویل چې قرض را باندې د ی هغه به ورته ویل : استغفار وایه .
که به چا ورته وویل چې د واده وس مې نشته : هغوی به ورته ویل استغفار وایه .
که چا به ورته ویل چې غریب یمه هغوی به ورته ویل : استغفار وایه .
ځکه د الله تعالی سره د نعمتونو کمښت نشته خو له مونږ نه چې کوم نعمتونه بند دی هغه زمونږ د ګناهونو په وجه بند دي او په استغفار سره مونږ له ګناهونو پاکیږ بیا مونږ ته خپله د الله تعالی د نعمتونو مخه کیږي .
نور بیا ان شا ءالله