خیبرپښتونخوا ته د فاټا د ضم کېدو په اړه اشرف غني «سوړ» غبرګون ښودلی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان له لوري خیبرپښتونخوا ایالت ته د قبایلي سیمې «فاټا» د ضم کېدو په اړه ولسمشر اشرف غني غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي چې په دغه مونږ اړه مونږ خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو د پاکستان او نړیوالي ټولنې سره شریکي کړي دي.

د اشرف غني پر فیسبوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د مېشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلېدو په موخه د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي او په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې څخه چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی».

او : «د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پرېکړه کړې ده چې په دغو سیمو پوځي وضعیت حاکم دی؛ د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، تر څو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي.

د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پرېکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د